(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دخیرات کچکول تر غاړې په سفر دی افـغان بیا چلـتار تړلی قــلنـدردی مفلسي نـه کس ناکس تـه ماما و ایـــــو خپلو اکي د اقتصاد مودر په دردی لباسي بدلون ده خـنډ دیموکــراسي تـه زوړ رقیب په نوي دور زوروردی پټ پـټاني اوډانـډ و کــولی نــه شـي بې امنۍ نه د پیغلـوټو ړنګ ګودردی لاسوزیږي دلـمرونو رنګین څلــي له ظاهـرنه د باطــن رازمعـتبردی!؟ ورځ په ورځ موداحساس قوت کمیږي څښاک خوراک موملوث په کوم پوډردی؟ ای رحمانه( ج)!مونږه وژغوره دې حا ل نه « اهتمام » ډیپلوما سۍ نه بې خبردی

( کابل – ۲۹\۰۲\۱۳۸۵ ) ظـفـرخان« اهـتمام » Pohanyar Zafar Ihtimam kabul -
بېرته شاته