(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یتیم نغمه

[27.Nov.2015 - 11:50]

نه لرمه پلار او مور ... خوار یتیم په سر سرتور
تورلحد پشان مي کور... نه مي سته دیګدان کي اور
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

رېږدي مي له یخه... ورک مي سو له تنه توان 
لوند مي په ژړا ګرېوان... لیري ځي لما خپلوان 
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

پښې مي لڅي تش مي ،،، نه مي دي څپلۍ په وس 
خیژي مي ترخولې نفس... ومي نه لید هیڅ هوس 
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

نورټول پلوونه خوري ... ښه ښه سالنونه خوري 
هر راز کبابونه خوري ... خوار یتیم غمونه خوري 
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

خان صاحب چړچې کوي... خپلي تماشې کوي 
هر طرف مېلې کوي ...کورکي ښې لمبې کوي 
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

خان صاحب ابتر نه دی...پاته یې موټر نه دی 
زما په حال خبر نه دی ... لڅ یې د زوی سر نه دی 
اخ، له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 

زوی د خان لري بړستن...ټول په سندلۍ کي پلن 
زه یم لڅ لغړ پمن... نسته د کمیس لمن 
اخ،له یخه مرمه زه 
واخ، څوک نه لرمه زه 
(عبدالروف بېنوا)

-
بېرته شاته