(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روماني غزل

[28.Nov.2015 - 12:07]

زړه ته رانژدي مي که دخپل حسن جلوه مي که...
اور مي که سکاره مي که او باد مي که اېره مي که

ټول لوګی لوګی مي که نظر دي په ما مات که خپل
دود دسپيلني مي که او پوه مي که لمبه مي که

وګوره دخپل حسن تصوير زما په سترګو کې
مخامخ راکينه ځان دي جوړ که ائينه مي که

څومره چې دي ناز او ادأ زه وړم په خپل سر باندي
ته مي هم دخپل غيګي رباب خوږه نغمه مي که

هلته مازيګر چې د ګودر غاړي ته راشي نن
بيا مي د منګي سره سندره که ټپه مي که

ما دخپل قاتل نظر په پنجو کې راونغاړه
ومي وژنه قتل مي که ښه ذره ذره مي که

تنده چې پري ماته د بيدار د‌ ډېره عمره شي
مست مي که غزل مي که شراب مي که نيشه مي که

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته