(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان شهیدپه یادکښي

[02.Dec.2015 - 21:26]

رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
 

پرتاخفه دی هرانسان شهیده
ولاړې له موږه په ارمان شهیده
خداي دي ورښانه نوی کورکه مدام
لاس په دعادی هرافغان شهیده
تاکړی راټول دالراوبرپښتانه
ځکه خوته یې پرموږګران شهیده
تاداپښتون په پښتونخواکړوخبر
مخکښي پښتون ووبې نشان شهیده
اوس به آزادپښتونستان شي خلګو
داستاپه لاردي ډیرروان شهیده
ته وې بندي دانګریزانوبندکښي
دسباون په ښه ارمان شهیده
دغه ستانوم خوخان شهیدیادېـږي
هېربه دي نه کړوصمدخان شهیده
داستاپه مرګ زه ارماني خفه یم
لیکم چي ستادمرګ بیان شهیده

••••••••••••

خان شهیدته پېرزوینه
رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
داستعماروولوي دښمن په لوي ارمان شهیدشو
خلګوشهیدشوداغښتلی صمدخان شهیدشو
په ده راټول ووپښتانه چي پروطن میَن وو
ووننګیالی ددې زمان یوسترافغان شهیدشو
انګریزویل چي داشهیدکړی ننګیالی پښتون دی
که داشهیدشونوبس داپښتونستان شهیدشو
که داانګریزکه داتورمخي ګاونډیان ووخلګو
دوي وخوشحال چي دپښتون یوقهرمان شهیدشو
هغه پښتون نه دی چي نه کوي پرقام جنګونه
هغه به تل خاندي چي ولاړی ښه انسان شهیدشو
شهیدان نه مري تل مدام زموږپه زړوکښي اوسي
ارماني ژاړي چي مخکښ مودکاروان شهیدشو

-
بېرته شاته