(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وه چیغه یم، فریاد یمه

[09.Dec.2015 - 00:31]

نورمحمدغفوري 
د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم ​فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم
عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې ​د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم
سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم ​ ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم
بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې​ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم
د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم​د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم
ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم ​ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم
په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی​​خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم
د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو​​یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم
امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم​​خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم
زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم​​نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم
د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه ​​نـــه ویــریـږمــــــه، د خــــدای پــه توکل یم
چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا
(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم
 
۲۱/ ۸/ ۱۳۹۴ معا

-
بېرته شاته