(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسي پټو

[12.Dec.2015 - 19:04]

طنز
محمود نظري
په ټولو کالو کې جار سم د پټو
پر اوږه یې اچوي دانا هم مکټو
تر هره بله جامه دی ډیر غوره
هم  ددڼګر په کار دی هم خېټو
هم ټغر دی هم بوریا هم روجایي
هم دستمال د پزې دی د ګړینګو
هم لونګ دی هم ټول دی هم  پټکی
هم جوال دی هم مول دی دډاکو
هم دملا بند دی هم دی چترۍ
هم توبره هم کڅوره ده دملا شمو
هم دبوټو بورس دی  هم دوړه پاک  
که بوټ هغه رانیولی پلار یې پټو
هم درنه خط په کیږي هم کبډی
هم مسله ده  دهر صوفي او ګورو
د اصل او کم اصل سړي راز ساتي
که هغه سړی جوړ وي یا رپو
هم پورته پورته غورځول کیږي
دخوشحالي په رسم د جګجګو
په ډیره سخته کې هم پکاریږي
که څوک استنجاه کوي یا خوشبو
اوس یې هر څوک پراوږه اچوي 
که د هیواد ملک وي یاکوم ټټو
که  دتوتانو څنډولو وخت وي
یارانو ته ځولۍ ده ښه نیکو
کله کله زامبېل سي یا ډولۍ
روغتون ته سي ګاډۍ دناروغو
دچا په لاس کې دچا پر اوږه وي
دچا خیرن دچاسپين بوغ او اوتو
کله د خیرات ټولولو کچکول سي
ښه ده ووایم دا جامه ده کړڅو 
د باسیکل  د بار تړلو دی ورابند
په کور کې ده د کوچنیانو زانګو
په میله اوسفر کې دستر خوان دی
هم په شخړه کې وسله ده د جنګجو
دجنګي خډل سپیانو دی مخپوټۍ
هم نیکر دی هم ټایر دی د لامبو
هم د اوبو کار  ترې اخیستل کیږي
په پاکوي څوک سیب ناک اوشوتالو
چا داسې وي ځان په کښې پیچلی
لکه پيغلې پر سر اچولی وي سالو
د ولس دهغه حاله دي خدای ساته
دسترخوان یې سي پټو دبوچ پوزو
داسې کسان هم سته په سیاست کې
چې د پټو غوندې وي هرکاره او چالو
کله وزیر  کله والي کله سفیرسي
هغه  دهر  خاین امیر وي لاپو ګپو
داسې چالاکه خلک هم پیدا کیږي
چې اهل کار کیږي ناکس ته په للوپتو
له کمیسه هرکار نه اخیستل کیږي
هغه ګنډل سوی نا ګندلی وي پټو
نا ګندلي سړي هر کار ته دي اهل
ګوره هر بست ته نوماندان د اړ دو
مکټو( بې عقل)، جګجګو( خوشامندي)، کړڅو( هرکاره)، اړدو ( په دواړو کښې دواړه )

 

-
بېرته شاته