(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احتجاج

[16.Dec.2015 - 12:11]

شاید چې ‌ډیرو خلکو دپښتونولۍ حق ادا کړی وي ، نو هغوۍ ته سلامي
  پروفیسر اباسین یوسفزی

احتجاج

چرته دی دقام دزړه درمان چرته دی
سر چې ترینه زار کړي هغه ځوان چرته دی

ستاسو جنازو کې قتل عام وشو که نه
ظلم دجومات په در او بام وشو که نه
جبر مو د دین دونیا په قام وشو که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ستاسو د ریښتا ویلو توان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو په زرګونو میاندې بورې شوې که نه
خویندې په ژړا ژړا رنځورې شوې که نه
کون‌ډې په خیرات غوښتو مجبورې شوې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
نشته ګجوخان او باکوخان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو په جنجونو بمباري وشوه که نه
ستاسو په جرګو کې خونریزي وشوه که نه
ستاسو دحجرو بې حرمتي وشوه که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
کوم دی ملتان خان او عجب خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

کور ته دوښمنان درننوتلي دي که نه
ستاسو ئې په غوږ شپیلۍ ایښولي دي که نه
ستاسو ئې خوبونه تښتولي دي که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
نه شته د جندول عمراخان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

وینې مو په خپل کور کې ارزانې شوې که نه
ک‌ډې مو په نیمو شپو روانې شوې که نه
رایاد کړئ
ستاسو د بچو مدرسې ورانې شوې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ورک شو دریا خان او ایمل خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو د تاریخ نښې ئې ورکې کړې که نه
تاسو ته ئې خپلې درنې سپکې کړې که نه
هرخواته ئې کرکې،کرکې، کرکې کړې که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
راولئ پیر روښان او باچا خان چرته دی 
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

قام د مغل خیلو نه ویزار دی او که نه
دلته هر تورمخی زمونږ پلار دی او که نه
دلته دشین سترګو اقتدار دی او که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
راولئ سرتور ملامستان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

دلته کې وګړي په ځان شوي دي که نه
خلک د قیامت په ارمان شوي دي که نه
دلته کې زمري ګیدړان شوي دي که نه
تاسو احتجاج وکړو
نه
ولې
ویښ چې پښتانه کړي خوشال خان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

چرته دی دقام دزړه درمان چرته دی
سر چې ترینه زار کړي هغه ځوان چرته دی
تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ماته د ریښتیا ویلو هر انجام مالوم دی
ماته د منصور او د سبحان انجام مالوم دی

اباسین یوسپزی

-
بېرته شاته