(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا حالات چاته د زغم وي؟

[20.Dec.2015 - 20:49]

نورمحمد غفوري

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ ماتم وي!

نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟

په وطن چې اور بل شوی، دود جګږيږي

  چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟ 

په اوږوچې د زامنو جنازې وړو

خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!

بیسواده چې حاکم عالم  ګدا وی

دا وضعیت به نو د چا په فکر سم وي؟ 

چې چوکۍ په میراثي ډول تقسیم شي

اې ځوانانو دا حالات چاته د زغم وي؟  

چې ملت په اتفاق قدم وانخلي    

   نوپه برخه به یې خود، دایـم الم وي

چې یې توان د ادارې د مــنصب نـــه وينــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟ 

که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي

که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړونــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي

که دا علم، صداقت معیار د سنج شي

(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟

۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵

 

-
بېرته شاته