(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنجاست دساتنې شورا

[26.Dec.2015 - 23:30]

طنز

محمود نظر

په روسیه جهاد روا دی په آمریکا ناروا

دا داسلام په حق کې نه ده سیافه  ستا جفا؟

اصلاً ستا په ضدد مسلمانانو جهاد روا دی

اسلام لکه لومه کاروي په خپله ختا مدعا

***

کابل کې جوړه سوه بیا د حراست شورا

چې هر غل باید ولري  دنجاست لنګه غوا

یو وار یې په داسې شورا وطن  کړ دربدر

هر یوه کاروله په خپله لویه کولمه کې نوشادر

داخوار وطن یې کړ ټوټه ټوټه او  ټوک ټوک

یوه کورنۍ یې نه پرېښودله بیله کوم دوک

***

اوله د نجاست شورا لکه د امبارو ګاډۍ وه

په وطن کې پاته مسلمان ورته رنډۍ وه

طالبانو دا د نجاست ګاډۍ کړه  ویجاړه

دوی ټوله یې له وطنه وشړل لکه خونجاړه

بیا امریکا هغه په خپل چچو غاړه راوستله

دکرزي وخت کې په واک کې دحاله ووتله

غني دوی ته ورکړ د تقاعدپه غاسل اخیر غسل

پرڅوکیو یې کښېنول ددوی نااهل اخیر نسل

دغني په اند دادخباست ګاډۍ یې ماته کړه

دوی ټوله یې په خپلوکورونوکې پاته کړه

***

داجهادیان آیا لري باور په نهاد د قیامت

ولي دخدایه نه غواړي د خپل جهاد غرامت

جهادیې دخدای لپاره کاوه که د خوار رعیت ؟

ولس کله خلاصیږي ددې ګردبادد حق الازحمت ؟!

***

په بعث بعد الموتو غلبه وکړه نفساني شهوت  

بیا یې تر لاسه کړی بل نوی شیطاني قوت

پرزې یې راټولي کړې بیا دهغه خره ګاډۍ

هغه چې له اول وار وه په ګلولړلې خچره بګۍ

***

دهغه ګاډۍ دوې غبرګي ارابې پنچر وې

بوسي تختې یې بې ترتیبه انجړ بنجړوې

تختې یې ماتي د میخوسرونه  یې راوتلي

د ارابې وېل یې زنګي تناونه یې پرې سوي

لکه کراچي اړخو یې نه لرلې تختې

تر تختو تر منځ ډیرې سوي وي چولې

خریې موشه و خولکۍ يې نه لرله

د موچانو د شړولو پکۍ یې نه لرله

د ګاډۍ د خوارخره یوه پښه ګوډه وه

د خره یوه خوا تړلې د ګاډۍ په ډډه وه

په هغه کې ډیر وړل سوي وه تازه امبار

هر وخت هر زمان یو نه سل سل وار

له لوږې دخره ټوله راوتلې وي پوښتۍ

په غاړه یې وه د ژیړو زنګولوغاړه کۍ

دې ګاډۍ اوس ډیر بد بوی کاوه

کله هوښیاران له هغه سره خوی کاوه

*****

پرخره باندې سپاره یوچچ ږیره اوکلانتر بېرته شاته