(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مزدور زوی یو څو شعرونه

اختر دی خوشحالي ده خلک ټول سره خند يږي زه ناست اخته په وير يم نړۍ ده ګلرنګينه چې يو بل ويني خوښيږي زه ژاړمه زهير يم اختر دی خوشحالي ده زه په سرو سترګو ژړيږم په مخ مې رود روان دی د کور کلي کوڅې مې راياديږي نه صبريږم زړګی مې پسې وران دی د تن غوښې مې ورځ په ورځ توييږي او رنځيږم په برخه مې خزان دی د لوی وطن ليلا زما په سره اور کې سوځيږي خپه يمه دلګير يم ناست يم په يورپ کې سرودونه لور په لور دي ترې خوند اخيستی نه شم مغزو کې مې خپل خلک او ولسونه سر په شور دي يو هم هيروی نه شم په ما باندې د خپلې خاورې ډير پورونه پور دي خو هيچ کولی نه شم نارې وهم له درده درد مې هيڅ نه اراميږي زه تل سر په شوګير يم ملک هغه ملک وي چې ولسونو وي ټاکلی د کور کلي خدمت کړي نه دا چې استعمار وي په چلونو ګومارلی پلرونه خجالت کړي مشرهغه مشر وي چې قام کې وي ښاغلی خدمت په صداقت کړي پيسو باندې چې خرڅ شي پښتون کله حسابيږي پرې پوه لکه وزير يم دودونه مو خرڅيږي د يو څو کسو تصميم دي د نورو نوکران دي سياسې رشوت په وجه نغری زمونږه نيم دی په بله لار روان دي پښتو باندې غږيږو د پښتو وطن تقسيم دی پردي مو واکداران دي که خپلو کې يو نه شو غيرتونه مو ورکيږي په خپل کور کې سوالګیر یم د قام د پرمختګ او ترقۍ بنسټ تعليم دی چې وې پخپله ژبه بلوڅ پښتون چې نه لري دا حق د بل تصميم دی دښمن دی بې ادبه د يو بابا اولاد مې په کندي کندي تقسيم دی پښتون پرې پوه کړې ربه مشران د پښتنو بخپل کاله کې رټل کيږي په شته جايد اد فقير يم پښتون چې را زلمی شي کراچۍ ته ځي نوکر شي دا د چا ګناه ده يا سود او سلم وکړي او دوبۍ ته ځي نوکر شي راتنګه پرې دنيا ته خپل ورور باندې ځان غټ بولي چې بيا کلي له ورشي دا چا کړې خطا ده ځوريږي خدمتګار ورباندې ډير ورته کړيږي هر چاته په تقرير يم ---- لراوبرمخ چـــې داوښـــکوپـــه اوبو وي لوندبشرمخ په اسمان دمحـــــبت بــــه لـــوړ وي سرمخ د ډيـــــوې دســــــــوز ژړاهـــــله رسواشــوه چې پتنګ ورباندې وســـــــو بــــرابــرمـــخ له هيڅ بوټي نه به ګل مـــــــيوه ونــــه شــي څو يې مخ ته بــــرابـــــر نــــه کـړي دلمر مخ دژونديو، ژونـــدون هــــله پـــه ټکون شي چې په وينو کې يې سور شـــي دځيګر مخ د احتياج شرم په صــــبر زور اور شــــــــــي په هنداره کتی نــــــــه شـــي خــپل بشر مخ چــــــې په لاس کې يې دزيار تڼاکې نه وي نــــه بـــه ويــــني خــــوشالي نه د ګوهر مخ ماذيګر ګل او ګـــــلزار شـــــي دمئيـــــــنو په ګودر چې يو بل وګوري دلـــــــبر مــــــخ خدمتګار په پښتونخوا باندې مئـين دی خيـــــبر پـــــوزه پــــښتانــــه يــې لراوبرمخ --- دبابادځوي باباروح ته څوک چې ننګ باندې دخپل ولس ودريږي مرګ يې نه وي تل په زړونو کې اوسيږ ي چې جبار د زمانې يې را ټيټ نه کړي لوړ سر ونه په مر ګي هم نه ټيټيږي د ولس او د وطن په مينه ويا ړ ي نو ميا لي ابدي ژو ند کړي نه مړه کيږي دبابا ځوی ځان بابا کړ و په دې ډول ځکه لر او بر افغا ن ولس نا زيږ ي لر او بر به يو قدم او يو اواز شي ننګر هار او چار سده به مو يو کيږ ي دغني به ليونتو ب ما نا پيدا کړي سرخپوشان به خپل ارما ن ته ورسيږ ي دايمل او دريا خان ملک به ازاد شي دخوشال خټک اولا دبه را ويښيږ ي داجمل به دغير ت چغه توده شي اسفند يار ولي به خپل کار کې تيزيږي دبيګم ولي ليورونه به بيا يو شي وليباغ به جنتي حرم جو ړ يږ ي نن څه ځا نله پښتو نخو ا ما تم نه دی افغا نا ن دنړۍ ګوډ ګوډ کې ژړيږي روح دې ښاد شه ای بابا د بابا ځويه خد متګار دې په لوړ نوم باندې وياړيږي محمد يو سف خد متګار مزدور زوې

پمحمد يوسف خدمتګار مزدور زوی د زمانې غږ د خلکو غږ ٤ له ټولګې څخه د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ� Mohammad Yousaf Khedmatgaar MazdoorZoi -
بېرته شاته