(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څنګه زړه ؟

[30.Dec.2015 - 01:43]

د مولانا دکتور محمد سعید  سعید افغاني د لیکنې پر  بنیاد 

        شاعر : سمیع الدین   افغاني

 لګیدلی دی سور اور په داسې زړه کې
د سکروټو لمبو زور په داسې زړه  کې

هسې  زور چې شي فولاد اوبه کولای
 هر محکم   ، قوی   بنیاد شي  سوزولی

د قوي عزم ، تکل  دا زړه  خاوند دی
 بد حالت کې مدد ګارد هر دردمند دی 

   پدې   زړه   باندې  دا  اور کوم  اثر نکړي
یو ویښته  قدرې   احساس د خطر  نکړي

داسې   زړه    چې  تر  فولاده   لا  قوی دی
پاکو  هیلو  ، ارادو باندې خوندي دي

 په ټینګ  عزم   رسوي ځان   خپل ارمان ته
 چې  به ګران  وي رسیدل   یې هر بې ایمان ته

خوافسوس  چې په  کلو   د زړه  دا  هیلې
وې  په  بند   د  حاکمانو  د دي   سیمې

لکه توره د مصري  غلاف په  زړه  کې
دکلو وي    هک    د کور په   دیواله  کې

ددې تورې اوس   زمان  دی    بدل  شوی
زاړه  ګیټ د زوړ  غلاف   نه وتل شوی

   اوس   د ا توره  نور د زنګه    خوندي   شوې
 تیره  شوې ، زرین ګیت کې قیدي  شوې

نور   به  دا توره  په  هیڅ  چا  نه  چلیږي
صرف  غلیم ته جنګ ډګر کې پکاریږي

   په کوم   زړه  کې چې  ارمان  شته   عاطفه  ده
وړي  به  مخ  ته  کوم  چې پاتې  قافله  ده

داسې  زړه  باندې چې څومره وخت تیریږي
ورځ  تر  ورځې   ارادې  یې لا پخیږي

په  پردو کې یې ډیر  لوړ عالي افکار شته
ښه تدبیر   شته  تحول شته  ابتکار شته

پکې پروت  قوي  تکل   دی   لوی بدلون دی
 زموږ  د  پلار  ، نیکو   د هیلو سباوون  دی

اوس هغه وختونه تیر  شول  بل  زمان شو
هر خیر خواه به    بې  موجبه  په   زندان  شو

پوخ تغیر  داسې حالت ته  نور پکار دی
قوی عزم  ضرورت  د جهد او   زیار دی

چې  مظلوم  ته   د نجات    لاره پیدا کړو
هر افغان په خپل  کاله   موړ او بسیا کړو
——

سمیع الدین افغاني
۲۹ – ۱۲ –  ۲۰۱۵

-
بېرته شاته