(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کال بدل سو ایمان بدل کړه

[05.Jan.2016 - 14:53]

 طنز

محمود نظری 

دشاه شجاع یومتر ږیره

***

ساده ته د عالم  مرتبه په کچه د وړۍ ده 

تر هغه یې هم لوړه په کچه د پزې بوړۍ ده

 عالم ورته هغه دی چې   تک سپين یږ وي

یاهغه  چې تکه سپینه یې جامه او پګړۍ ده 

علم په جامه اوچهره نه دآدم په ظرفیت وي

عالم په وچه دښته کې  تږو ته باوړۍ ده

عالم د دنیا دعلمونو او دینونو خبر وي

 په ساینس حق ثابت وي ډوبو ته بیړۍ ده

کار یې یوالی د مسلمانانو او افغانانو وي

نه چې دنفاق لپاره غراره کړي یې غړۍ ده

یا د شیطان د ږغ لپاره دلته هلته بنۍ وي

یا د زنګي مارانو د هګیولپاره چابړۍ ده

هغه عالم مه بوله چې غصب او خیانت کړي

میلیونونه ډالره دامریکاد هغو یو ه نمړۍ ده 

وګورئ چې څو  چچ ږیرو وطن څنګه وپلوره

ږیره یې د اسلام لپاره نه په ساتلې یې غړۍ ده

هغه ایږان چې یوازې دافغانانو نفاق غواړي 

دهغوموخه د دښمنانو  شاباش او تاړۍ ده 

افغانه !خپل عالمان د هغوپه ښوکړو وپیژنه

د بل په اشاره  دمخبر وینا  موږ ته پوکناړۍ ده

اوس موږ آزاد نه یو بیا راغلې  سقاوي ده 

د امان په راتلو په سقاویانو راغلې تبه ژړۍ ده

دا د آزادي دښمنان به ټوله له وطنه ورک سي 

دالله په زور دامان په ماتیدو اتکړۍ اوبیړۍ ده

***

په لویه ږیره څوک نه ختاوځي بیله ساده باده

اوس ږیره  دهیچا په شیطنت  اچولي نسي پرده

اوس هیڅوک نه مني چې مسلماني لویه ږیره ده

دسیکانو او ربیانو هغې ده تر مسلمان اوږده 

دهر چا عمل دی نه ږیره، دهغه دلاری مل

دعبادت  جهاد جزا یوازې الله ورکوي نه بنده

نن په ږیره امتیاز یوازې  دووسان غواړي

دووسان ښه بزنیس ته پریږدي چچ ږیره اوږده

«نظری» دیو چا ږیره چې  اوږده سي تر یوه قبضه 

که یې سم نه پيژني سره سوالیه ورته ایږده

غړۍ( مری)، تاړۍ( چکچکي)، چابړۍ( ټوکړۍ)، پوکناړۍ( بوغی )

 

 

محمود نظری

کال بدل سو ایمان بدل کړه!

سیاستوال چې موسم بدل سي ایمان بدل کړي

چې نظام بدل سي خپل د بوټ لمبران بدل کړي

ټول سیاستوال بدلیږي دا د هغوی فطرت دی

ان ځینې په مورنۍ ژبه شرمیږي لسان بدل کړي

 

***

دمسلمانانو رښتیا مه منه

دکافرانو افترامه منه

دشیطان دي زره څه منې؟

د سیاستوالو انډا و منه

انډا( هغه هګۍ چې سراو چک یې دواړه مات وی )

***

درواغ نه ویل چا په رضا پخوا

اوس څوک نه وایي رښتیا په رضا

که سیاستوال بدل نه کړي دا دود

له ولسه به ورکه سي خبره رښتیا

***

پخوا وه درواغ په څلور مذهبه ناروا

نن څلورو سیاستوالو کړې ده دا روا

اوس هیڅ څوک بې درواغه څه نه وایي

ځکه وریجو غوښو ځای نیولی د ښوروا

***

هرواکمن د هغه له ادکۍ پیژنه

په واک کې یې په اینکۍ پیژنه

دباډیګاردانو په کچه هم مالومیږي

هرواکمن دهغه له ډاګ لکۍ پيژنه

***

 

-
بېرته شاته