(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنت

[10.Jan.2016 - 19:17]

ډوډي غړپ ملا، جنتي ملا 

حلوا قب ملا، جنتي ملا
په پیسو قربان او ستي ملا 
دا پولاو په شوق خوري پیتي ملا

دا بې عشقه، بې جوشه او مړ اذان 
د چلي دماغ او ارزان ضمیر 
د دې سپین دستار د توهین یې ته
په دې کور د خدای کې د بت سفیر

ماته وائي چې ځه چې جنت ځو
ستا جنت ستا د لوږی ارمان دی                 
ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک
ستا جنت نیم پیرس نیم تهران دی
ستا جنت کې دریاب د شوروا روان 
پیماني د فیرنۍ نه بر پوري دی
ستا جنت کې جنون او تالاش نشته
ستا جنت کې څربي حوري دي
ستا جنت کې نه سوز نه ارمان شته دی 
غټي غټي، لمدي، سپوري شونډي دي 
ستا جنت کې غوښتل او بیلل نشته 
واړه حوري رضا او بربنډي دي
ستا جنت د جنون بې خبره ژوند 
ستا جنت یو هوښیار شان تصویر د ځان
ستا جنت د شهوت او د تندې ډک 
ستا جنت ستا د لوږی د تاؤ امکان
 
ډوډي غړپ ملا، جنتي ملا
په پیسو قربان او ستي ملا
راشه واوره ته چې جنت څه دی 
د غني جنت، د غني ملا 
ته په جنت کې مزي د دنیا لټوي 
د حورو سترګو کې د ډمو خندا لټوي
ته په اسمان کې وږمه د ډیران لټوي 
او په تیارو کې سپوږمئ له مکان لټوي
لیونی نه شوی ته خمار او مستي نه پیژني
مستانه نه شوي دلربا پرستي نه پیژني
تا د دنیا د پاره مینه د جانان ورکړه
مجنون په بیعه بیخودي د جانان ورکړه
لاس دې که اوږد بادشاهي لاړه فقیر شولی
یا زما خان وی یا د کنډو رنډو پیر شولی
ټوله خیټه شوی مستي جانان نه پیژني 
ټوله ږیره ږیره شوی مردي او میدان نه پیژني
زما امیره! تالي څټ او ټکری شوی زما 
زما سرداره! ته مړئ وظیفه خور شوی زما
( غني خان )

-
بېرته شاته