(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درد

[12.Jan.2016 - 12:33]

چې " دردونه "مي سينه کې په غورځنګ شي
ليونتوب مي د " ارمان " سره په جنګ شي

چې نظر په نظرونو کې فنا شي
بي خودي شي د احساس د "بنګړو " شړنګ " شي

د وختونو د " نازونو " پروا نه کړي
چې د " درد " په ژبه پوهه شي " ملنګ " شي

هغه کس به له هرغمه بي پروا وي
چې په ژوند کې څوک د "مور " په دعا رنګ شي

د لمبو د خودسرۍ نه , نه يرېږي
چې د ميني په راز پوهه شي " پتنګ " شي

چې ځان وپيژني هله دخپل "ځان "" شي
د يقين د " تصور " نه بلا دنګ شي

چې بادشاه په " عاجزۍ " کې شي لا يقه
بي نيازه , د " وختونو " له قلنګ شي

لا يق زاده لا يق

-
بېرته شاته