(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فیصله

[18.Jan.2016 - 22:27]

لاټول (شاعر) - ارواښاد اجمل خټک بابا
.
ستا د خان کاکا په کور کې زر انبار وي
او زما بچي دې خاورې څټي خوار وي
ستا بانکونه خو ورځ په ورځ پړسېږي
او زما وینه دې درنګ په درنګ وچېږي
خواري زه کوم ځان زه وژنم سود ستا شي
تاوان زه وکړمه او ګټه تاله راشي
وازدې ویلې په پټو کې مې زما شي
ترېنه جوړه ستا بنګلو کې ستا رڼا شي
ته زما په ګټه عیش کوې ژوندی یې
زه دا ستا قرضو کې غرق ورشم خپل کور ته
ته زما حق د پردۍ ډمې انعام کړې
زه مړۍ ورکوې نه شم خپلې مور ته
ته که هیڅ نه کوې بیا هم ته آقا یې
زه که تا جوړوم بیا دې هم یو غل یم
ته زما خونه کې هم زما ملک یې
زه خپل کور کې هم ستا سترګو کې درغل یم
ته که تکې تورې وایې هم تک سپین یې
زه که سپینې سپینې وایم ګناګار شم
ته که ټول ناحق ، ناحق کوې آقا یې
زه که حق چېرې ووایم په دار شم
دا منم چې ته زور لرې زردار یې
د سرونو سوداګر یې لوی سردار یې
دا منم چې نن ستا د زور خاني ده
دا منم هر څه ستا دي ما به خوار کړې
دا منم فتوې لرې ما به کافر کړې
دا منم وس لرې ما به په دار کړې
ولې ای د اقتدار په نشه مسته
ولې ای د تکبر په نیلي سوره
دا منم چې له تا نه به ځان ورک وي
خو ما وپېژنه ماته هم وګوره
دا ستا زر څه دی؟ بچی مې د محنت دی
دا ستا زور څه دی؟ زما د مټو برکت دی
ستا نشه څه ده؟ زما د وینو رنګ دی
ستا غرور څه دی؟ زما د خولې رنګ دی
او دا ته څه یې؟ زما له لاسو جوړ یې
دا زه وږی یم ته ځکه دومره موړ یې
ما د سر نه ودانګل نو وطن جوړ شو
ما خواري وکړه نو هله چمن جوړ شو
ما اغیار ورک کړ، نو هله ته دلدار شوې
ما سر، سر کړ، نو هله ته سردار شوې
ما مکان جوړ کړ، نو هله ته مکین شوې
ما تخت جوړ کړ، نو هله تخت نشین شوې
په دې پوه شه چې دا زه یم ځکه ته یې
که زه نه یم نو ته څوک یې؟ چې به شته یې
ته وایې هرڅه او د هرچا دې زما شي
که زما نه وي نو هر څه دې تباه شي
بس دا ستا لاره جدا، زما جدا ده
فیصله ده، پټه نه ده، برملا ده
ټول خواران په یوه چېغه پارومه
شاعران او ادیبان را لړزومه
د بوډا بابا ارمان پورا کومه
بس دی، ټول ولس افغان را خبرومه
د خپل حق او د مرام په نوم یو کېږو 
هر چې کېږي روانېږو، روانېږو

 

-
بېرته شاته