(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهنتون د باچاخان

[26.Jan.2016 - 21:10]

{نظم}
په سرو وينو کې ډوب دی پوهنتون د باچاخان
نيولی مو دی تور پنجاب په خون د باچاخان 
پر خپله خاوره خپل اختيار قانون د باچاخان 
لوستل به يو وار بيا غواړي مضمون د باچاخان
ماتېږي نه په هيڅ وخت کې تړون د باچاخان 
هم نن د باچاخان دی، هم پرون د باچاخان 
د ټول پښتون په تن کې د ژوند سا وغړېده
په غږ د باچاخان او په پاڅون د باچاخان 
"د قام ناتار په قام ګرځي" - اصول د قامولۍ 
خو دغه کار به غواړي زړه چاؤدون د باچاخان 
دا خلک د پنجاب دي وارثان د پېرنګي 
له دوی سره راتلی نه شي سمون د باچاخان 
لمحه لمحه يې تېره ده په ننګ د آزادۍ 
ما لوستی سر تر پايه دی ژوندون د باچاخان 
بېرون ځنې چاپېر وو زنځيرونه، زولنې 
خو ډک له رڼاګانو وو اندرون د باچاخان 
اوس هم تمه له ده شي د دې قام د رهبرۍ  
لوی شوی دا سړی دی پر ځنګون د باچاخان 
که قام ته کله ورشو موږ  په  شان د باچاخان 
تحريک د باچاخان به وي او يون د باچاخان 
ټولېږي له دې زمکې  به سپېرې دوړې د جنګ 
که کړو د فکر تخم پرې زرغون د باچاخان 
د قام د کوڅو خاورې به ساتل وې پر لېمو  
بيا خېژو په معيار او په ارزون د باچاخان 
برباد به وي تر څو چې وي پښتون د پاکستان 
آباد به وي چې کله شي پښتون د باچاخان  
[خان زمان کاکړ]
۲۱ جنوري ۲۰۱۶

-
بېرته شاته