(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خراسانیان - طنز

[28.Jan.2016 - 08:28]

 

دا بې عقله وژونکي نه  دي د تاریخ دښمنان 

دومره هغه چې بولي افغانستان خراسان

هغه چرګان چې کړي بې وخته اذانونه

سر ددولت خورې که یې غوڅ  نسي زبان 

***

نیمچکه ډاکټر به دي مړ کړي

نیمچکه ملا به دي کڅپړ کړي

دټولو بربادیو سرچینه  ده ناپوهې

نا پوه مشر به ملک په غولو ککړ کړي

***

دارګ څوکۍ دزمري نه ده  دګیډر ده

داڅوکۍ دارباب نه ده اوس د نوکر ده

په چټل لوښې کې خواړه خوړل کیږي

دا  ماڼۍ د پاچا نه ده  د پاخه چاکر ده

***

پښتون سوی توپ اوسیاست ډنډه

دهر چا خوښه ده  په هغه منډه

هیڅ نه راویښږي د پښتون اې خدایه

لږ پاته ده چې یې خلاصه سي ګنډه

 
-
بېرته شاته