(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون غزل

[02.Feb.2016 - 08:16]

چي زړه راښکون مي د سلګو نشته

ستا  هغه  شان  د  موسیدو  نشته 

دا زۀ چي سم  درته  کتۍ  نشمه 
زما په سترګو کښي پوښتو نشته 

باڼه دي ټول شي ملاتړ د نظر
چا وے یو غږ د پوښتنو نشته؟؟ 

ځوئ د مغل چي کړي د زړونو سره
پښتنے  حق  د  میلمنو  نشته؟؟؟؟؟ 

تر څو چي پيغلي حوصلي لری څوک
کمي  په  قام  کښي  د  زلمو  نشته 

خدایه په خود شو جوړ د روح لیونے
چي  ئ  ښکالو  د  زولنو  نشته 

پریږده توهين دي د زنځیر مکوه 
اوس خو  غوغا  د  لیونو  نشته 

زلمي د نمر غوندي سر بیا کړي اوچت
ویره ئ هیڅ له غر غرو نشته 

خپلو پښي ابلو ته صحرا پاکوي
ولي مقصد د بړبوکو نشته

چي مخ او زلفو د ځوئ بوئ کړو بدل
وس هغه خوند د ورځو شپو نشته

چي بهاني دِ د مسکا سره شوي 
اوس مي امکان د تیروتو نشته

تل دي دا سترګو په وینا تیر اوځي 
زما په سترګو کښي پښتو نشته

زلفي دي یو څه مخ دي بل څه کوي
حیف چي یو خیال د پښتنو نشته

اوس به زبان د پوښتني غواړم
قول او اقرار ئ دا لیمو نشته

ضبطه چي اوښکي درنه لاړي نشي
خوند دا خفا،د ارتینو نشته

حمزه ملت کښي دِ ځواني اوشینده
لا ورځي شپي د زړیدو نشته

-
بېرته شاته