(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهاره ننګرهاره

[02.Feb.2016 - 08:20]

ننګرهاره ننګرهاره اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره

ستا باغونه مې  ياديږی نارنج ګل دبيا سپړيږی
داشنا ښايسته يادونه نن مې  بيا په زړه وريږی
ننګرهاره ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دی مبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
خا طری مې پاريدلي ټولې ستا لمن نيولي
ستادميندوارمانو ته مې په سروسترګو ژړلې
برۍ ستا ده زه منمه ما يويو درته ليکلي
دقسمت مقابله کې ما با يللې تا ګټلي
ننګرهاره ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه د نارنج ګل افتخاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلروخومحفلو نه
ته لری ژوندي ولسونه ميله ځاې دزيارتونه
ستا ديدن ته هوسيږ م په تا وياړي ولسونه
يادوم دې نن بيواره اې دسولې ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره دنار نج ګل افتخاره
****
ستاشمشادنه قربانيږم ولسو نه به دی ځارشم
که زه بيا ستا ميلمنه شم يا ډيوه دکوم مزارشم
بغدادي کوترې غواړه زه به  سور ګل د انار شم
نارنج ګل به ټولومه که زرلښته ستا دښارشم
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره ننګرهاره
اې دسولې ډک بازاره د نارنج ګل افتخاره
****
صفتونه دبي شانه روح مې واخستو له تانه
ما خاپوړې درکې کړي زما زړه په تا ودانه
ته د سولې ښه زانګو يي زما مينه زما ځانه
نوی کال دمبارک شه د ( حفيظ) دزړه ارمانه
ننګرهاره ننګرهار اې دسولې ډک بازاره 
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره

-
بېرته شاته