(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[15.Feb.2016 - 11:21]

چې نظر مې په نظر د دلبر پریوت

په یوه نظر لمبه شوم محشر پریوت
د زړګي د باز بڼکې مې پر پر شوې
چې پرې غشې د اشنا د نظر پریوت 
تش نظر مې څله ګرم بولۍ یارانو
جل وهلی په اوبو د کوثر پریوت
تر ایرو لاندې سکروټو مې ښپې وسوې
چې ګذر مې د جانان پر ګذر پریوت 
و قدم ته مې باڼه ورته هوار کړل 
لکه بت لره سجدې ته اذر پریوت
چې مې تړمې اوښکي مخ د نګار ښکل کړ
لکه څاڅکی پر ګلپاڼه سحر پریوت 
څه خوږې خوږې مزې خوږې شیبې وې
چې مې لاس د خوږ صنم پر ځیګر پریوت
چې یې زلفې پر رخسار باندې خورې کړی
هاغه دم سیوري کاږه او نن له دوستانو سره یوه شوخي!

د هغه مهال یو غزل چې ما هڅه کوله شاعر شم،
خو نشوم او هماغسې خبریال پاتې شوم. 
خپلواک ساپی

-
بېرته شاته