(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرګنو ژبې

[19.Feb.2016 - 21:26]
پښتو خوږه ده معیاري ژبه ده
دري هم ستره درباري ژبه ده

زمونږد اوزبکو ملیتونو ورونو
 د دوئ روانه اوزبکي ژبه ده

د ترکمن قام مو د وطن ګلان دي
دوئ کې  رایجه ترکمني ژبه ده

بلوچ  زمونږه غیرتي ورونه دي
د دوئ هم خپله  بلوچي ژبه ده

د پشه ئي قام چې اوسیږي دلته
چې پرې غږیږي  پشه ئي ژبه ده

هندوان هم زمونږه پرګنې جوړوي
د دوئ اردو ، هندوستاني ژبه ده

 د نورستان لوړو ښایسته درو کې
د دوئ وینا نورستاني ژبه ده

ایماق هم  دلته کې هستوګنه لري
ددوئ بیا خپله  ایماقي ژبه ده

ګجرهم ښکلی  کلالی ولس  دی 
دوئ کې روانه ګجراتي ژبه ده

د هزاره قوم چې ساکن دي دلته
د دوئ دري ، هزارګي ژبه ده

قزاقان دلته له  پخوا میشته دي
د دوئ هم خپله قزاقي ژبه ده

عرب ویاړلی  تاریخي ټبر دي
د دوئ سپیڅلې عربي ژبه ده

د قره لق په نوم هم قام شته دلته
ددغه قوم هم  خپل قومي ژبه ده

زموږ هیواد په توکمنو بسیا دی
هرچا ته ګرانه ولسي  ژبه ده

 زمونږ ویاړلي  تاریخي هیواد کې
پښتو، دري زمونږ ملي ژبه ده

---------------------------
سمیع الدین افغاني
 ۱۹ - ۲ - ۲۰۱۶
م ۰ کال
-
بېرته شاته