(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې مربي لرې

[21.Feb.2016 - 05:41]

طنز   
چې مربي لرې مربا خوره!
 
چا چې غلا کړې ډالرونه په میلون میلون
هغه کله ویریږي په دې ملک کې له قانون
هغه نه لري په دنیا له هیڅ  چا دنېمکې تره
هغه ته ده اختلاس اوپسات ښه نمکې  خبره
هغو چې  دلته خیانت کړي باعزته آزاد ګرځي
هرچیري سره د رسمي وردي بادیګارد ګرځي
ډیر یې په زرې موټرو کې د چټل دولت ګرځي
لا پسې دڅوکیو لوړ ترخپل اهلیت ګرځي
خودسرې ده  رښتیا ځنګل دی قانون نسته
ټول پساتیان دي  دوطن یو مجنون نسته
دسیاسي  ډلو دلته  یوازي یو لوی ارمان دی
د وطن ټول ویجاړول یې تر منځ پيمان دی
هرسیاسي غل دلته خورا  ببر و کلانکار دی
په خپلو ټولوغلاو یې  لوی ویاړ وافتخار دی
میلونونه ډالره داسې تیروي لکه ترخې مندکې
په هر کار کې دځاني ګټې وهي ترپکې خلپلکې
دهری غوندې په سرکې ناست اړولې پښه پرپښه
دنورو غلاو لپاره  جوړه وي اله ګوله نا پېښه
لکه مکاره ښځه دامتیاز لپاره یې سي  دآخ ناره
ته چې وایی چا وکړې ده په کوناټي ټینګه نوکاره
دا مسلکي غله دمجاهد په نامه ولا  بلا کوي
دا غله د اسلام په نامه له کفره ډیره ناروا کوي
هر مقام کې چاسوک چا نوک ځای کړ هر پراچه
دملت په وینو یې ځان موړ کړي لکه ریچه
هر یو قروتونه ته بې تابي کوي لکه موږک
د دې ملت دهر دستر خوان سي تراتیزک
پارلمان کله خاین لیري دولت یې بیا مقرر کړي
په چا باندې دا خوار ولس بیا بیا باور کړي
هرباچا چې راشي د غلو دتوبرې خپله خر سي
نوی دولت تر پخواني ډیر دهغو جنتر منتر سي
دا وطن هیڅ کله هم تر هغه نه جوړیږي
تر هغه چې داشغال دولت په موږ کې چلیږي
دغلو لاس ته لوېدلې خزانه  زموږ  دخوارې ادکۍ
هر غل په خپل وار تر ې ډکوي خپله بخچکۍ
***
له ښو مسلکي غلو څخه یو دی مجاهدمعنوي
دا درې کاله کیږي دولتي رسمي موټر لوشي
چکري اوس لا دپسات  پر ضد اسلامي وینا کوي
لندن کې دجهاد، او د اسلام درهبري ادعا کوي
تجارت کوی لندن کې د حجانو د قربانیو په پیسو
ساده خلک یې ختا ایستلي دمقاومتیانوپه کیسو
مجاهد بسم الله چې هر څه ځان په خیانت ککړ کړ
دولت  او پارلمان  هغه په ښه څوکۍ بیا بیا مقرر کړ
تر هغه چې ځان یې د ټولو غټو غلو باچا کړ
اوس یې بیا ځان غړۍ د خباست دشورا کړ
ځان ټینګ کړه ملته سترګو ته د خاورو شندوته
دغلو دخباست دشورا بیا نوشادر کونه اچوو ته
ګرده ورده ګاښ ورته ملته ټینګ کړه پرتوکاښ
خدای دي مو ددې دوسره زهری ماره کړي خلاص 
 
پراچه ( بی حیا)، نا پېښه( ناګهان)
 ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 « دنورو سیارو موجودات » له کتابه
 
ویمانا الوتکه
 
د راما  داوو ښارونو پایتختونه چې په هندو کلاسیک ټکست کې راغلي دي اوه( ریشي ) ښارونه ي ، دهندي لرغونو لیکونو په اساس هغو الوتونکی ماشین لره، چې «ویمانا» نومیده ،چې دوه پوړه  اوگردی وو، د باد  په  سرعت تله او میلودي ږغ یې لره.
دا ماشینونه څلور ډوله وه . لکه : غاب ،اوږد،سلندر...
بل ځای راغلي هغه  ماشین ژیړه سپینه مایع خوړل یا یو ډول سیماب؟
وايي :«ویمانا»چابک او دقیق  دی؛ لکه معبد لوی دی
هغه دننه څلورقوی لو ښي د( سیماب؟) لري ،چې د وسپنې لوښې یې تودوي   او لکه تندر ږغ پیدا کوي دا میرکوري؟ یاني سیماب دي
دلرغونی هندوانو په جشن کی دهغودبگوان پرسر فضایی بیړۍ لیدل کیږي
 
«ویمانا» په معابدو کې د لاسي صنایعو  په ډول لیدل کیږي
« پارامارا» د« بهوجا»  د «دهر» پاچا(۱۰۵۵-۱۰۰۰ م) کې لیکي. چې:
هغه  له هري خوا روښنایي خپروي، دهغه ماشین( یانترا) هر ځای ته تلای سي، د هغه له  لوړوالی یاسر څخه کولای سي تحریکي نڅاوي ، ډرامې او  نوي نڅاوي وویني.
دا« یانترا»  په سلطنتي لړۍ او ډول ‌ډول ملتونوکې  شهرت لري، په «یانترا» سره انسان الوتلای سي ، اوآسماني خلک لاندې راتلای سي
These Vimana aircrafts 
Pusphak Vimana (plane) in Ramayana and Brahmastra
پسفک ویمانا(بیړۍ)  په« رمایانا» او« براهماستر» کې  راغلې ده، هندوانو ته فضايي موجوداتو پوهه ورکړي ده
دمدراس دسانسکریت ددیپارتمنت یو متقاعد مشر  وایي :آسماني موجودات څلور زره کاله مخکې له میلاده مځکې ته راغلي دي. دا په «ویداس» کې راغلي دي.
په «مهابهاراتا»  کې دالهي  وسلو وړانگې  او یوبل ډول وسله د هیپنوتیزم په نامه   راغلي دي .
په«رامایانا» کې د«ویمانا»( بیړۍ) بیان راغلې دی  ، په هوا کې  ددو ماشینو نوم هم  راغلی دی، چې  لوړ الوځي، د یوې گاډۍ یادونه  هم سوې ده.
«د راما په امرلویه گاډۍ لکه د وریځي غر والوت دیو لوی اور سره»
بل ځای راغلي: « بهیما » والوت د خپل «ویمانا » سره په یوه واکمني وړانگې سره چې لکه لمر روښانه و اولکه تندر ږغ یې لره.
په لرغوني ( ویمانکا-شاسترا) دهوا پيژندنې په علم کې( ویمانا) تشریح سوی دی « هغه وسیله  ده چې  په خپل واک دیو ځای بل ځای ته الوځي اوله  یوې  دنیا بلي دنیا ته ځي»
راغلي هغه  (۳۱) پرزې لرلي ان د لاندې عسکونو آیندارې  یادونه یې هم سوې ده، هلته راغلي په هغه کې  (۱۶) ډوله فلزونه کار سوي دي، چې درې یې تر ننه نه دي پيژندل سوي.
په «رامایانا» کې د «پوسپاکا» موټر یادونه هم سوې ده .
«  پوسپاکا لکه لمر و زما د ورور وه، چې (راون )ورته راوړې وه،  هر چیري الوتله، هغه لکه روښانه وریځ وه ، پاچا (راما)  په کښې ولاړ په امر د ( راگیرا) لوړ والوت»
د «مهابهارتا» په   یو شعر کې راغلي دي ،چې ( اشورا مایا) یو(  ویمانا) لرله چې دولس زارع یې  سور و،څلور عرابې یې لرلې.
ددې وسلو جنگونه هم راغلي دي
سریلانکا توریږم د« رامایانا» ځای  چې هلته  بیړۍ (روانا) را کوزه سویده ( ویرانگاتوتا) بولي چې لس کیلو متره د (ماهاینگانا) څخه لري دی.

 

-
بېرته شاته