(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوند په رنګینو کی

د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې بند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې مئين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟ دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى بس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تۀ رڼا ليدى شې نۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې

Abdul Hadi Hairan -
بېرته شاته