(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شتمنۍ

[01.Apr.2016 - 07:57]

ډاکټر حمیدالله زړهءور ساپی

افغانستان لري په زړه کې ښې پریمانه شتمنئ
له اوبو، هوا نیولې تر معدن،کانه شتمنئ
یورانیم وو په هلمند کښې، لال، لاجورد د بدخشان
د پروان! زمرد ګوره ، زرافشانه شتمنئ
لوګر جان ډک دی له مسو،د غزني او خوست طلاوې
د هډې او خلم آثار، (وینا مارګا!!)نه شتمنئ
جوزجان دی که مزار دی، دواړه ډک له نفت او غازه
که ابرک، یاقوت بهروج دي، ټول بېشانه شتمنئ

اوس به فکر وکړو ولې ؟ افغانستان دی غریب پاتې
شل-اتیا کلونه چور او ګډ تالانه شتمنئ

هوا ېې کګړه کړې روس،امریکا بمباردونو
اوبه مفتې کولاب؛پنجاب ځي تر ایرانه شتمنئ
ټول پوهیژي چې څوک غلهء دي د طلا او زمروودوو
مافیا ،رابران، قاضیان تر غول مرګانه شتمني!!!!

ډاکټر عبدلخالق رشید کړه پوشتنه د(وینا مارګا)!
ډاکټر سبا داوود خان مستعفي له ارمانه شتمنئ

زهء حمید ډاکټر زړه ور په اووهء وخته لاس په دعایم
لویه خدایه!مافیا مړه کړې ،چې ورسي تر هر افغانه شتمني

 

-
بېرته شاته