(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن پسي ګرځم

[09.Apr.2016 - 08:55]

ستا ‌ډېرو وعدو له کاره وويستم
غم او انديښنو له کاره وويستم

امن پسي ګرځم چې به چرته وي
نور دغه  جګړو له کاره وويستم 

مړه بيا په څه رانه خفه شولي
‌‌ډېر دي په نخرو له کاره وويستم

ما چې به پر ي ‌ډېر زيات اعتبار کوه
خدايګو چې هغو له کاره وويستم

زه په ګل مين حسن پرست يمه
ګل سره ازغو له کاره  وويستم

هره ورځ يو نوي تماشه وينم
نور يئ په توبو له کاره وويستم
 
هره شپه " بيدار " يم ستا يادونو کې
بس دي شوګيرو له  کاره وويستم

بصير بيدار ستوری

-
بېرته شاته