(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منتظر یو ستا یوه باتوري ته!

[10.Apr.2016 - 21:06]

بس ده دا  تروه ترخه القاب ورکول هر ډانګیي ته

چې دسولې داتل لقب ورکړ سوضد د روغي رباني ته

دې وطن کی هرشی خپل حقدار ته  په طنز رسي

دوحدت شهیدنوم ورکړ سو پر سر میخ ټکولي مزاري ته

دملي اتل لقب ورکړ سو دلاجوردو زمروتو  ګریزي ته

ان د هغه پمن موټروان په خیانت کې ورسید مارشالي ته

دا القاب هغو ته په وړیا په غوړه مالي  زموږ مشرانو ورکړه

څه ووایو دي ځان ساتونکي ډارن کرزي اوغني احمدزي ته

****

عجبه باچاهان لرو یوازې دځان دبقا لپاره پیشو بازي کا

 دوستم قاتل یې ستر جنرال کړ اوس کاندید دی مارشالي ته

نه پوهیږم مشران په کومو سترګودې ګونګ ملت ته ګوري

دتشناب په هینداره کې کله نه ګوري د وطن  عزت چوري ته

باچاد پنجشیري داسې ډاریږي لکه موږک له تورې پیشو

ټوله دولت یې  تسلیم کړي لکه نوکر دوه لاسه نظاري ته

په زرونه بې سواده یې ستر ،تورن او بریدجنرالان کړه

دې جنرالان جنګ فتح کړ اوس یې مخه کړه ساحې ملکي ته

***

زموږ سره حساب وکړئ اې مطلبي خودبینو مشرانو

څو څوکۍ مو ورکړي سم  دکار اهل اومسلکي ته

رښتیا چې تاسو زموږ نه دپردو یاست ټاکل سوي

ښاباس ستاسو د دې سپينو سترګو  عوام فریبي ته

په یو ورځ نمایشي  يوم وهلو  دا وطن کله پاکیږي

خوله مو ولي ماته  ده چې څه ووایاست ښاروالي ته

د بل په خوښه غواړئ خراب کړئ دټاکنو کمیسیون

د اغیار په خوله  مو استعفاه ورکړه خوار نورستاني ته

په راتلونکو ټاکنو به بیا داغولول سوی ولس باور وکړي؟

سل سلامه دي وي دې دولت او پارلمان سوري سوري ته

قانون مو دی کړی دمقام لپاره تر خپلو پښو لاندې

څومره غواړې  نور میومیو وکړې مربي جان کري ته

عبداله دي له کالو سره دخلکو په سترګو ننه ایست

اوس لکه بوم چپه خوله یې داجراییه دولت فرعوني ته

دا ستا دوره به هم تیره سي د سترګو په یو رپ کې

خلکو سلام وکړئ ستا له  تاخوري ماخوري ان کرزي ته

هغه ټوله غله اتلان کړه، تا بیاهغه کړه  د وطن پلرونه

ټول دولتي واک تا هم  ورکړ د ګاونډیانو ګوډاګي ته

هغه چې په چپنه کې یې میلونونه  له دې ملکه یووړه

سلام دی وي د اموالو د ثبت دې مبتکر  غله مسلکي ته

خلکو تا ته رایه درکړه چې له عبدالګي  څخه خلاص سي

خپله هم  اوس خاندې خپل په امضا د مقررسوي بابايي ته

موږ څه غوښتل څه وسوه خدایه په دې زموږ مشرانو

موږ اریان یو د هرتور وطنفروش لېونغرو واکمني ته

***

واکمنوخپل اولادونه امریکا او اورپا ته شوټ کړه

دنورو  تللي زامن  بیرته غواړي دوطن آبادي ته

امنیت راوستلای نسي کار هم پیدا کولای نسي

خلکو ټولو جرتک نیولی ددې مشرانو  ورک لاري ته

پنځوس زره بستونه وطن کې  دي خالي  او بې ماموره

اریان پاته دی ولس  ددوو وزیرانو تر منځ اوربښو ویشي ته

له وطنه رشوت ورک نسو هغه ترفیع وکړه چور صیب سو

یو ددفاع وزیر مقررولای نسي سلام دی دې بت برنجي ته

په کنرو هر ورځ راکټونه اوري عطا دي نه مني  باچاهې

په دفترو کې د عبداله  ځړیږي انځورونه  ستا درناوي ته

 په ټوله واک یوغل  بسم الله  خان نسوای محاکمه کولای

ارګ خاص درناوی لري وطن پلورو پدرام خیلو خراساني ته

سیاف دی   پړۍ شکولۍ اسمعیل تورن دی  لیونی سوی

سلام دي وي  ددوی او ضیا مسعود ملیشا سازي ته

هغه کار چې تا د نر کړی ترواسه هغه ملت ته ووایه

زموږ ټولو سلام دی ستا دې  دویم  نمبر  باریک بینی ته

***

 

ښه دی هغه باچا چې هر غل اوشوکمارته تابع وي

موږ د ټولو  ملت سلام دی یوازې ستا دې درناوي ته

دسلاکارو د رانیولو دوکان دی خلاص کړی ښه چلیږي

د سلاکارو یوه  فرقه دي جوړه کړې ښه شعر جنګي ته

اخیر به ولس یو وخت نه بل وخت ستا ارمان وکړي

سلام دي وي  هغه دویم نمبر غني ته  دهغه وطنویشي ته

د دنیا په تاریخ کې  په یو وطن  دوه باچاهان چا نه وه لیدلي

سلام دي وي  دې ستا سوچ اوستا   متفکر کاغ والي  ته

موږ  تل ګورو ستا دتندي خولې او  شونډو پتري پتري ته

 بیا هم زړه نا زړه منتظریو  ستا یو نر عمل ښه ښکري ته

متل دی نر یو ورځ مری او نامرده دورځي سل  واره

زور  ورښکاره کړه یو وار عطا لېونغري  او سوپري ته

کنه  هر ورځ به قانون تر پښو لاندې او خپل سري وي

یوه ډبره وښکاره کړه دپردو  یوچرچري او یا کوتري ته

سوپری(رذیل)،چرچری ( چرند)

-
بېرته شاته