(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زرې زرې مې زړه دی

[12.Apr.2016 - 18:19]
زرې زرې مې زړه دی خو مې اوښکې نه تویېږي
که  اوښکې  تویومه  نو  اغیار  پرې خوشحالېږي
توان  د محبت  او  جذبو  دواړه  لرم  زړه  کې
نو  ځکه  مې احساس  د پاکې  مینې نه ځارېږي
زما  دمینې  تول  څوک  په  ډبرو  کوی  نه  شي
را  جمع  که ټول غرونه کړي بیا  هم پسې کمېږي
په  بڼ  کې د پښتو  به  بیا  بلبلې  په  ګدا  شي  
قامي  وحدت  ګلونو  غوټۍ  کړي  دي  غوړېږي
غوږونه  که اغیارخپل غوڅوي  نو دا یې وخت دی
زما  د  محبت  سندره  لا  پسې  جګېږي
دا  ستوری   د  اسمان   که  څوک  په  کاڼو  باندې  ولي
په  سر  به  یې   دا  کاڼي   له   اسمانه   راورېږي
شاعر  :  ډاکتر کبیر ستوری
ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادر مسعود
-
بېرته شاته