(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کله مرهم مې د زخمونو يې نظر جوړ شي کله راوګوري په زړه کې مې پرهر جوړ شي زه به تر عمره د دې خپلې شملې خيال ساتمه ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که مې سر جوړ شي د زړه په سيمه چې د فکر بارانونه اوکړم هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر جوړ شم زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته نۀ رسي څوک ډېر لېوني که ستا د مينې ستا د در جوړ شي غزالې سترګې او سرې شونډې چې يې وستايمه "سالکه" ښکلى شان غزل ترېنه اکثر جوړ شي

Iftekhar Salk Peshawar -
بېرته شاته