(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیلابیل

[12.Apr.2016 - 18:22]
"پښتون ولی
پرون سالار وې نن د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
 
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
 
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
 
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
 
مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته 
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه
 
اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه
 
غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه
 
د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه
 
وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه
 
خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه
 
د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه"
 
"Shahinsha Pashton
غزل ډیر ښکلی دی
 
د غــــــــرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګــــرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو
 
د خدای مارغان راځي نغمې د ملکوت غږوي
مطرب ته اړ نه يو او ذکـــــــــــــر د ستار نه کوو
 
د ســــر قاتل ته هم ســــلام کوو سلام يــې اخلو
ولوو يې مخــامخ له شانه پرې ګوزار نه کوو
 
په ستن کې تار شو اچلوی د سپــــــوږمۍ په رڼا
څراغ کې تېل نه سيزو دا د تـاوان کار نه کوو
 
له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړي
پر څانګې ناستې مرغکۍ د کــــاڼي وار نه کوو"
 
 
"د رحمان بابا کلیات
هغه مخ چې مادر زاد ښایسته نه وي
مشقت دمشاطې واړه مردار کا
یار دناز له خوبه پاڅي پسې ګرځي
چې فلک د عاشقانو بخت بیدار کا
نیمه شپه یې یار تر سره پورې کښېني
لکه شمع چې څوک بله په مزار کا
 د مستۍ د هوښیارۍ یې یون څرګند وي
په هر چا کې چې څه وي هسې رفتار کا
د بلبلو نغمه زاغ کولی نه شي
هر سرود آواز په طور د خپل تار کا
 
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی
چې د دین متاع بدله په دینار کا"
 
 
 
"د رحمان بابا کلیات
( پښتو ژبه )
 
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا 
بې لیلا بله سودا خو مجنون نه کا
 
څو د خپل ادب باران باندې ونشی 
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
 
غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذیب کې 
بې پښتو به دې اوس هیڅوک راستون نه کا
 
خپلې ژبې خپل تهذیب وته چې شا کا
ملګرتیا له هغه قامه ژوندون نه کا
 
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنیاده عمارت خو سمون نه کا
 
فرنګیان د پښتو ژبې خوشه چین دی
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا
 
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل میراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
 
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پیدا کړه
یو ملت هم ترقی په افسون نه کا
 
( حمزه بابا )"
 
 
"Zaland Nikyar
دې وطن کې غل د ټول ملت امام دی
قهرمان په کې د شنو سترګو غلام دی
 
هغه کس په کې سپیڅلی درته ښکاري
چې وژلی یې انسان په احترام دی
 
دلته خلک په رڼا ورځ ستوري ګوري 
په غرور کې هر یو کس ماه تمام دی
 
بل وژنه ځان وژنه ورته هیڅ دي 
په دې ټولو کې ګټلی دوی انعام دی
 
دلته هر یو د خپل کور عزت ته غل دی
دلته هر یو ځانته من بل ته اتام دی
 
په دې خلکو کې تاریخ د عبرت پروت دی
په دې خلکو کې لوی درس د بد انجام دی
 
د ځلاند توبه له ژونده له دې عمره 
د ځلاند درته په دوه لاسه سلام دی"
 
"Shahinsha Pashton
ماته د جنت کیســـې 
ځان ته د دنیا حســـاب
 
دا دی عجیبه  انصــــاف 
دا دی عجیبه کتــــــاب
 
زه په مستي سور کافر
 ته په هوس سپین ملا
 
ماته په فتوا عـــــــــذاب
 تاته په دوکه ثـــــــــواب
 
ای د عدالت ربــــــــــــه 
دا لوبه خو ورانه کــــــه
 
مونږه انسانانو تــــــــه 
نوې لار ودانه کــــــــــه
 
نور که څه کوې کنــــــه 
خلاص مو د ملا نه کـــه
 
غني خان"
 
دډیورنډ کرښه 
دپښتنو دستر هیبته ډاریدل پیرنګیان
خپل ماشومانو ته به یې ویلې چپ شئ راغی پټان
پټان پیرنګ ته و دسترګو اغزی
نو ځکه یې دوی ګڼل دځان دښمنان
چې په دې پوه شول داسرکښه قام دی
بیایې بدنیت وکړ په شان دشیطان
دپښتنو ترمینځ یې وایستله توره کرښه
ټوټي ټوتي یې کړلوی قام دافغان 
ای دډیورنډ تورې منحوسې کرښې !
منی دې نه شو څو وي ژوند په جهان
(یاد)
 
 
"زرمینه کارګر
رازه چې بیا سره یاران شو لکه مخکې چې ؤ
هغسې بېرته سره ګران شو لکه مخکې چې ؤ
چې دا بد بيتي رقیبان راته حیران پاتې شي
چې په یو بل باندې قربان شو لکه مخکې چې ؤ
راشه چې وباسو د زړونونه کيسې دنفرت
د محبت په لور روان شو لکه مخکې چې ؤ"
 
 
 
-
بېرته شاته