(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلته هر سړی من دی

[24.Apr.2016 - 20:55]

دلته هر سړی من دی 
 
دلته خورد نسته هر سړی دی من
دلته دانه نسته هرسړی دی درمن
 
په خبرو او پوهه کی ټول لرو سور رنګ
دعمل به وخت کې مو رنګ سي د کورکمن
 
دا وطن  له لویدیځه دلمر  تررا ختو نه ودانیږي
ځکه پوه سړی رعیت سوی غل سړی واکمن
 
موږپه  خپلوخبرو  او پوه اسمانونه  ګزوو
په عمل کې د قصابي  مخکې ته پراته یو پمن
 
خپل ته لکه غالبوزه  بز بز کوو
پردو ته لاس په نامه ولاړ یو دردمن
 
غیران او واک ته بلکل ایمان نه لرو
پردو نه دوست خپلو ته یو دښمن
 
دا ټوله دلاسه د څو پردو واکمنو
داڅو دی په شمېر دلته د سپي زامن
 
دانګورو هغه ټوله کوارچه ورستیږي
چې په یو واښکي کې یودانه وي رنځمن
 
داوطن به هغه وخت دخیر ه جوړسي
چې په واکمنو کی پيدا سي یو لږ تر من

 

په ورستوهګیو ناسته کوټه چرګه
طنز  [محمود نظ‌‌‌‌‌‌ري]
چاچې د شیطان لاس ټینګ نیولی وي
هغه چا ته څه شرم دی د سامبولی
هغه چې لوړ سوی وي په غلاغلتي
هغه مردار خوار به خود سي باولی
په زمریانو کې چې موشه خر باچاسي
دهغه هنګا ته خود دخرو سی بلی بلی
 
سامبولی( بې پرټوکه). باولی ( لاپو)، بلی بلی( واه واه)
***
هغه چې ددې دولت دشطرنج  ده یوه ګوټه
هغه چې ددولتي فساد د جواري ده یوه ټانټه
اصیل پښتون نه دی  که څه وایي پښتو کلمه
دهغه کلمه مه منه،خبرې يې ټولي دي  اوټه
هغه ناپوه واکمن بوله  لکه قبض او بنده کولمه 
په هغه باندې باید وخوړل سي جمال کوټه
ګوټه ( دشطرنج دانه )، اوټه( بی معنی خبری)
***
هغه چاته  چې زیات  واک خوند ورکوي
په پوچو هګیو کښېني لکه چرګه کوټه
هغه چې یوازې واک ساتي پښتو ن مه بوله
هغه دی دسړک منځ کې بد بویه سوټه
نه خپله کار کولای سي  نه واک خوشي کوي
دا  کړه یې تر فساد او خیانت لا دي ډیر ګاټه
***

-
بېرته شاته