(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجانان تصویر

[07.May.2016 - 04:46]

شاعر - غني بابا


زه یم ناست ځان ته جانان یو تصور کې جوړومه
کله یې سترګې تورومه، کله یې شونډی ښکلومه
.
زه یم ناست د غم په هار کې د رڼا بڅري پېیم
خم د رنګ کې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه
.
د سخي ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی وېش دې وکا
زه یو څاڅکی خو ځیګر کې دریابونه ګرځومه
.
زر او زور او تخت دی واخیست، ښایست، نظر او خیال دې راکړ
د سرور په سور طوفان کې دې کړه ډوبه لوږه طمع
.
دا یو غم له وېشه پاتې چېرته پټ تیاره کې ناست و
ورو ورو پټ مې زړه ته راغی لکه مار د ښکار په سمه
.
په دې هرڅه دې رضا یم د لالونو زرو خانه
غم څه؟ مرګ مې هم قبول دی په خندا یې قبلومه
.
تا خو تا اوراورکی یو د سرور ماته بښلی
ځکه زه دې تور محل کې خپل خوبونه بلومه
.
خلک وایي لاړ بوډا شو، غني خپلې مستۍ وخوړ
زه یم ناست د یار وېښتو کې د نرګس ګلونه ږدمه
.
مرګه ځه، چېرته ورکېږه، زه لا نه یمه وزګار
خم د رنګ کې لا خمار شته، زه ترې لپې ډکومه
.

-
بېرته شاته