(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هر لوري

[27.May.2016 - 21:29]

 

د انسان په مـرګ خــوښي لویه ګــناه ده

که دا مرګ مود دښمن یا کوم بدخواه ده

 

  انسانان د خدای مخلـوق او بنده ګـــان دي

څوک په غیرو لار سرڅوک مؤمنان دي

 

پس له مرګه بنده خدای ته په ورتلو دی

د خپل نیک  او بـــد اعمالو  جوابګو دی

 

 چې صادق دی د الله په لاره کې سم دی

پاک انسان د خدای په در کې مقدم دی

 

دا چې څوک دی بې ګناه څوک ګناه کاردی؟

صرف پـــه دې  باندې اګاه  پروردګار دی

 

څوک دخدای لارکې شهید شي جنتي شي؟

څوک پـــه خپلو بـد اعمالو دوزخي شي؟

 

  چـــې د چـــا مقام شهید د چـــا کـــمتر دی  

بنده نـه  صرف پاک الله پـــدې خبر دی

 

ربه ستا دا لوی دربار ته مو دوعا ده

ته رحیم  یې ستا رضا زمونږ رضا ده

 

افغانان سره یــو موټی یــو قوت کړې

نور په امن کې بسیا زمونږ ملت کړې

 

افغاني وطن که سوله شي وروري شي

   په هر سیمه هرې  خواه به خوشالي شي

-----------------------------

سمیع الدین افغاني

۲۷ - ۵ - ۲۰۱۶

-
بېرته شاته