(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ما به لاره کې

[06.Jun.2016 - 17:35]

څوچي درځم درځم دلبره په ما به لاره کي ماښام شي
په سيند ګډږم بے ګودره په ما به لاره کې ماښام شي
د يار تر کلي به لا څو کنډاوه نور پاتي وي
لويږه مه د غرونو لمره په ما به لاره کښي ماښام شي
وخت مازيګر د چنارو سورو ته نه رسيږي
زما ټپه زما سندره په ما به لاره کښي ماښام شې
د کونړسيند سره راځه چي څو خبري اوکو
زما سپين غر زما نښتره په ما به لاره کښي ماښام شي
د(بابرزئ)نه سه لا اُور کښي امتخان اخلے
د جانان حسنه جادوګره په مابه لاره کې ماښام شي

شفیع الله بابرزی

-
بېرته شاته