(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونستان

[04.Jul.2016 - 15:09]

[عبدالله خدمتګار بختانی]
موږپښتانه یو په رښتیا پښتونستان غواړو مونږ 
پښتونستان غواړو موږ
لکه انسان غوندې ژوندون په دې جهان غواړو مونږ 
پښتونستان غواړ و موږ
دجبلخانې تیارو کوټو کې غفارخان ولې ؟
غفارخان ولې ؟
په تکلیفونو ، زحمتونو ولي خان ولې ؟
ولي خان ولې ؟
په دې شلم قرن دا ظلم په افغان ولې ؟
په افغان ولې ؟
داخدایی خدمتګار ، دپښتنو مددګار 
دقام خادم او سردار 
دپښتنو مخکې رهبر فخر افغان غواړ مونږ
فخر افغان غواړو مونږ 
پښتانه ټول دې راټول شوي دجرګې دپاره 
دجرګې دپاره 
دخپل وطن دآزادۍ دمرکې دپاره 
دمرکې دپاره 
موږسوله غواړو که مجبورنه شو جګړې د پاره 
دجګړې دپاره 
داترانه دپښتون ، دا زمزمه دپښتون ، داهنګامه دپښتون 
بختانی وایي پښتونخوا کې ګلستان غواړ مونږ
پښتونستان غواړ ومونږ
پښتونستان غوواړو مونږ

-
بېرته شاته