(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قیصه

[14.Jul.2016 - 08:35]

ستا دحسن د قيصو "قيصه " اوږده ده
د دردونو د "سلګو " قيصه  اوږده ده

د " رندانو" په مسلک شه چې انسان شي
د ملا د "مسلو " قيصه اوږده  ده

سر دي "ښکته" که سجدي ته چې "سردار "شي
د "دليل" او " فلسفو "قيصه اوږده ده

مينه وکه که "ميراج " د ميني غواړي
د "منبر" او د " تسبحو" قیصه اوږده ده

شه "منصور" د "رواجونو "يره مه کړه
د قاضي د " فیصلو " قیصه اوږده ده

ناقراره زړه دي صبر کړه "لا یقه"
د وختونو د "وعدو" قیصه اوږده ده

لا یق زاده لا یق

-
بېرته شاته