(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[23.Jul.2016 - 22:30]

 سید رسول رسا

د ايرو څلی مې وران نه کړې ورو تېر شه
باده زه هم د اشنا د عشق يادګار يم
ـ
چېرې زه هم د کار څیز ومه، ماته ياد دي
دا خو اوس د يار په هجر کې بې کار يم
ـ
ما هم ډېر عمر د يار خوا کې تېر کړی
دا خو اوس په مېرو ګرځمه بې یار يم
ـ
د اشنا مجلس چې نه وي کور به څه کړم
دغه ښه ده چې بې دره، بې د یار یم
ـ
چې د ګل سره په ډکه خوله خندلمه
د بلبل غوندې زړه سوی په چغار یم

 

-
بېرته شاته