(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فریبونه

[27.Jul.2016 - 17:39]

" فريبونه" دي چل ول دې "ځان ځاني " ده
ددي دور عجيبه "مسلماني " ده

د " فکرونو" خاوندان په کې قتليږي
په دي ښار کې د "سرونو "ارزاني ده

چې زما د " احساس "سترګي یې بينا کړي
" بي خودي" مي د "جنون "مهرباني ده

ستا د "حسن "د رنګونو " حيرانۍ" ته
ما بښلي خپله مينه " اماني" ده

يا " اشنا "په اوږو زلفي راخوري کړي
يا ويستلي بيا "ګلونو" ستوماني ده

له بل چا به څه ګيله کوو "لا يقه"
زمونږ برخه له " ازله "تاواني ده

لا يق زاده  لا يق

-
بېرته شاته