(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوعا

[27.Jul.2016 - 17:51]

لویه خدایه یونعمت می په نصیب کړه
ستاخوښي اورضایت می په نصیب کړه

د جایداد اود ثُروت وږی دی نه یم
خو توشه د قناعت می په نصیب کړه

د مقام او دبدبی په غم کی نه یم
ما بی پته نکړی،پت می په نصیب کړه

د عزت او ذلت دواړو وسي ته یی
ذلت نه غواړم،عزت می په نصیب کړه

له کېنی اوله نفرت نه می پټ ساته
خدایه مھرومحبت می په نصیب کړه

په ریا اوپه تزویرمی اخته نکړی
خدایه سپین سپیڅلی نیت می په نصیب کړه

چی باطل ته باطل وایم ، حق حق بولم
خدایه داسی قضاوت می په نصیب کړه

چی د ھرباطل په ضد قیام کوئ شم
بس ھمدومره یوجرئت می په نصیب کړه
ا۰قیام

-
بېرته شاته