(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه شاعر يم

[27.Jul.2016 - 18:00]

پروفیسر اسیر منګل

زه شاعر يم زړه لرمه
زه کيسې ليکم دښکليو
زه کيسې اورم دښکليو

 بې له تا ژوندون دوزخ دے
 جنتونه راپيرزو کړه
 ماپه سترګو کښې وده کړه
 ډک جامونه راپيرزو کړه

چې ځنګيږم جوټې خورمه
زه شاعر يم زړه لرمه

 د غلمانو څه ووايه
 دغليم خبرې پرې ږده
 دجانان ستائينه وکړه
 درقيب سندرې پرې ږده

خوښ په ذکر يم دښکليو
زه کيسې ليکم دښکليو

 کرکه و وژنه په مينه
 زما کرکې نه زړه تور دے
 محبت د غاړې هار کړه
 محبت د زړه ټکور دے

زه په مينه ننګ کومه
زه شاعر يم زړه  لرمه

 تور وربل راته ول ول کا
 چې جوټې خورمه اؤ ځانګم
 بيا نيمګړې وعده وکړه
 چې دوکې خورمه او ځانګم

زه هر څه منم دښکليو
زه کيسې ليکم دښکليو

 ستا دسترګو تړمې اوښکې
 چې شې بند ټکور به واخلم
 تا چې ځان ته رانزدې کړم
 ستا د درد انځور به واخلم

پرهرونه ټولومه
زه شاعر يم زړه لرمه

 دخوره وربل په طمعه
 چرته شپه کښې وده نه يم
 ښکلي ښکلي چې راټول شي
              زه دچا هم په زړه نه يم

څه به و وايم دښکليو
زه کيسې ليکم دښکليو
زه کيسې اورم دښکليو
اسيرمنګل ګنګوسه

-
بېرته شاته