(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[01.Aug.2016 - 07:26]

زه د ژوند په لويه لاره 
تنها ناست يم 
نه مي پوله نه پټې شته 
نه مې کور  شته اونه شور شته  
حجره نه لرم يارانو 
خوار غرېب يم مزدور کار يم 
په اسره د ژوند پرستو 
لار کښې ناست يم 
که څوک راشي په دې لاره 
ما له ځانه سره واخلي 
خپل ملګری مې د ځان کړي 
ټول ښاېسته په ما جهان کړي 
ګل د څڼې مې جانان کړي 
زه ښاېست يمه ښکلا يم 
مېنه ،مېنه يم وفا يم 
بس د ژوند په لار کښې ناست يم
سره غرمه ده،سوراړه دی 
رنګ د ګلو دې الوتی 
مېنه وال يې مړڅېپن دي 
په دې غم باندی غمژن دي 
مرغۍ جالو کښې يارانو 
غلی ناستې ترهېدلي 
دچپتيا څادر راخور دی 
ونې،بوټي شته ولاړې 
پاڼې نه رپي اوده دي 
جوړ د ښکلو نه خفه دي 
شېن اسمان دی تور زاغان دي 
خړه زمکه تور ماران دي 
سوچ او فکر مې ملګری 
خوږ نظر مې تنده غری 
زه د ژوند په لويه لار کښې 
تنها ناست يم 
په اسره يم په هېله يم 
په دې لار د ژوندانه به 

چرته ښکلی به يو راشي 
ما به ګل   د خپل اوربل کړي 
ما به خپل کړي 
ما ښايست به د خپل ځان کړي
ما به ګل ما به جانان کړي 
او ښاېسته  به ټول جهان کړي.

اقبال حسین افګار

-
بېرته شاته