(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوند

ژوند يو تت، تياره ځنګل دى چې انسان په كې وركېږي پاى يې ورك دى، لاريې نشته زړه په هر قدم ډوبېږي په ظاهره شين – تازه، خو- له ازغو او غنو ډك وي بوټېدلى وي له هيلو چې په هيلو كې تل ورك وي په كې پټ وي – په كې نغښتي ځينې پټ – ښكاره رازونه د مرغانو – د زمريانو په كې اورې آوازونه ښايسته – ښكلې مرغۍ يې بر په څانګو كې چغېږي هيبت ناك – خوني زمري يې لړزوي چې وغړمبېږي دوړ – وړ كوخيو ځاى، او - د راز راز چيچونكو سيمه د رنګ، رنګ ښايست تابلو، او د هر وړڅيرونكو سيمه په دې تت، تياره ځنګله كې چې هر څو وي ونې تتې د يزدان او اهريمن وي په كې هومره ډېرې نښتې ټيټې څانګې يې كرۍ ورځ ښكته سيوري كې لوبېږي د لمر وړانګې يې له پاڼو ډېرې ليږ په مځكه ولېږي ژوند يو تت او تور ځنګل دى د اميد او د آرزو ځاى د بدۍ او دښمنۍ كور د احسان او د پېرزو ځاى خو كوترې يې كمزورې او شاهين يې زورور وي ځكه روح وي په كې زموله او وجدان په كې او تروي خو، ژوندون يو تت ځنګل دى چې هر څومره سر بسته وي څو لويېږي – څو زړېږي شكوهمند او ښايسته وي

-
بېرته شاته