(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تازه شعرونه

[03.Sep.2016 - 18:45]

پښتنو راویښ شی
ولی بندیان یاست د بی ایتیفاقي په زولنو کې پښتنو راویښ شی 
تر سو به ویده میده یاست د غفلت په خوبو کې پښتنو راویښ شی
ستاسی د بی غوری له لاسه خیالي وطن مو لاړ چور تالاشو
اخیر تر کومی ورځی به جلا جلا  مروغمو کې پښتنو راویښ شی 
ولی په مونږه کې چاره کئ نه شته ټول من من یو هر یو ځانته ځانته یو
دا نه وایو تر سو به د پردیو لپاره وژلکیږو په جنګونو کې پښتنو راویښ شی  
په دومره غمو دردو کړاوو کې زمونږ مشر سفرسالار معلوم نه شو
پښتون اتفاق اتحاد نه پیژني تل روان دی د بی اتفاقي په تورو شپو کې پښتنو راویښ شی
د ذبیح الله قلم وایي په یووالي صله مصلحت کې مو کامیابي قوت دی پښتنو
نور لکه د پلار نیکو غوندی د یوالي عیلان وکړی په جرګو کې پښتنو راویښ شی
ــــــ

 زه ښکلی غنم رنګیمه

لکه غر ولاړه دی تر سنګه یمه
دا به راته نه وایی چی غنم رنګه یمه
ته یی زما زه یم د ستا له یو بل نه به ځاریږو
ته می یی لالئ زه د ګل سانګه یمه
وی الله نوی راغلی په ځوانۍ یمه ځکه خو ډکه له مستۍ یمه
جیږه می ونه لکه لښته داسی نرۍ چنګه یمه
لاس د په لاس کې راکړه ګله چی سره زونه غاړه په غاړه
ته خو ونه د چینار یی زه ونه د لاچي لونګه ېمه
 تا می زړګی رانه وړی زه خو پاتی هسی یو کالبوت یمه
ذبیح الله ته چی می سنګ کې نه وی زه بدرنګه یمه
ــــــ

 پښتانه د پاچاخان او ګاندي غوندی مشران غواړي ؟

زمونږ وطن د زلزلې غوندی لړزان غواړي
دا وطن انقلاب ته ویښ بیدار ځوانان غواړي
پښتنو رازۍ یو موټی یو قوت شو هرسه به اسانه شي
نور دا وقت راغلی خپلواکي پښتونستان غواړي
دا پینځلس کاله کیږي چی جنګیږو کومه ګټه یی وکړه
دا پښتنه مو کړی اخیر له مونږه څه دا بحرنیان غواړي
تر سو به دا جګړې ولږې تندې خوارۍ خریبۍ وي
د خدای لپاره راویښ شی علم تعلیم مو ماشومان غواړي
که چیری مونږه یو تاقت شو قسم په خدای هر جنجال حل دی
پښتنو د دی جګړی د حل لپاره ګاندي پاچاخان غواړي
ــــــــــ

 افغانستان د پښتنو پښتونستان دی ؟
چا له نظره کړی زمونږ ګران وطنه
چا وپلورلی په ډالرو زمونږ افغان وطنه
ړانده بمونه درباندی وري کڼډواله یی کړی
له هر زخم فرهاره دی شو قربان وطنه
ستا هره ساتنه په مونږ فرض او صنت دی
زمونږ تاریخي د پیړیو قهرمان وطنه
پښتانه هڅ وخت دوښمن نه پریږدي په د وطن کې په قراره
په پښتو ناموس وطن باندی پښتانه تیر دي له خپل سر او ځان وطنه
د ذبیح الله قلم وایي د دی وطن خپلواکي لوی ارمان د پاچاخان وه
ستا ازادي به هرومرو اخلو زمونږ پښتونستان وطنه

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي

 

دا جنګ په زوره په پښتنو تفل شوی ؟

وېدو میدو پښتنو راویښ شی وخت دننګ دی
پښتنو ځلمو راپاسی درباندی حرام خوب د فالنګ دی 
په د جګړو کې مو هڅ پایده نه شته پرته له تاوانه
پوهیږی ولی په وطن کې مو روان د غم جنګ دی
د جګړو له هر راحت خوښۍ د دنیا بی برخی کړو
هر پښتون ته چی ګوری قواره یی لکه د ملنګ دی
ټول وطن هیدیره شو سبا بیګا روانې د ځوانانو جنازی 
دي دغمو له لاسه د غریبانو زړو نیولی د وینو زنګ دی
جنت نیشان وطن خدای راکړی دی ارمان چی مونږه یی
په قدر نه پوهیږو ځکه خو د بی غیرته بچو له لاسه بدرنګ دی
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

-
بېرته شاته