(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شپه

[04.Sep.2016 - 19:41]

زه درتلم خو میلمنو سره مي شپه وه
څو ځوانانو پښتنو سره مي شپه وه

تر سحره مو د ژوند قیصي  کولي
د وطن د شازلمو سره مي شپه وه

یو ته نه وي نور راجمع ټول یاران وو
ته مو یاد کړي کونړو سره مي شپه وه

ستا یادونه مي په زړه راوریدل خو
بس د اوښکو اسویلو سره مي شپه وه

دغمونو په قیصو کې شپه سبا شوه
د وطن د اندیښنو سره مي شپه وه

د بصیر دژوند دردونه ‌‌‌‌‌‌ډیر درانه وو
د بیدار ستوري قیصو سره مي شپه وه

بصیر بیدار ستوری

-
بېرته شاته