(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیا خرڅیږو

[04.Sep.2016 - 19:46]

ډالۍ!

د نکیر منکر سوال ته منتظر یو
لکه مړي خپل احوال ته منتظر یو

انتظار یو چې له موږ به څه جوړیږي
خیشته خټه یو کلال ته منتظر یو

میخانه کې ملا جمع راته راکړه
دې ثواب کې هم وبال ته منتظر یو

ګرځوو به قضا شوي ټول لمنځونه
که اذان وکړي بلال ته منتظر یو

لښکر شوي یو ځلانده بیا جګړې ته
بیا خرڅیږو بیا د لال ته منتظر یو

-
بېرته شاته