(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلواکۍ سهار

[06.Sep.2016 - 12:34]

شاعر: فيض احمدفيض ژباړه : بارکوال مياخېل

د خپلواکۍ سهار

دغه داغ- داغ روڼا، دغه شپې چيچلى سهار
ورته په تمه چي وو موږ، هغه سهار خو نه دى
هغه سهار خو نه دى، موږ يې چي له هيلو سره
تللي وو ياره چي يو چېرې خو به و لټوو
د فلک دښته کې د ستوريو وروستنى منزل
چېرې پيدا به کړو ساحل د ستړې شپې د څپې 
چېرې به تم شي دا د زړونو د غمونو کيښتۍ
د ځوانو وينو له مرموزو کوڅو لارو څخه
چي تللو ياره! پر لمن مو څومره لاس ونښتل
په دې بې صبره خلوتو کې د ښکلا د ديار
غېږې پرانيستې وې، ستونه بدنونو کول
خو موږ په زړونو کې ساتلې د سپېدو مينه وه
راته نيژدې وه د روڼا د ښکليو سپينه لمن
ستړې سالنډې هيله، وه مو ترهېدلې ستړيا
اورو راغلى دى بېلتون د تورتمو او روڼا
اورو چي شوى دى وصال هم د مزله او منزل
ډېر بدل شوى دى د درد د لارويانو مرام
روا د وصل خوشالي، حرام د هجر عذاب
د ځيګر اور، د نظر تنده او خروښ د زړه
بېلتانه کړى پر هيچا باندې اثر هم نه دى
د سپين سهار ليلا له کومه راغله، چېرته لاړه
اوس لا خبر نه دى ترې هيڅ د نوې لارې څراغ
اوس لا هم نه ده په درنه شپه کې راغلې کمي
راغلى وخت نه دى د زړه او د نظر د خلاسون
درځه چي ځو نه دى راغلى لا هغه سباوون.
***
ژباړه:
١٤ اګست ٢٠١٣م کال- کوټه

-
بېرته شاته