(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چټلستان

[21.Sep.2016 - 13:19]
 
                                                {خپلواک او غورځنګ}
واورئ د تېرې اوونۍ داستان +++ د پښتانه یو مرګنی داستان
کویټه کښی وکیلان قتل عام شول+++ د ډبل شریف تربګنۍ داستان
پړ پرې بیا [را] او یا افغانان کړي+++ دا د پنجاب هرمونۍ داستان
 
 بل په کابل امریکن پوهنتون +++ ژوبلو وژنو بیړنۍ داستان
استاد نقیب خپلواک ېې جوانیمرګ کړ+++ ملامټتیا پر چا منئ ؟ داستان
په تور ماښام یی زده کړیالان نښه کړل+++ دا ډیموکراسۍ، بد امنۍ داستان
 
او دلته یورپ د بلجیم خنت ښار کې+++ د یو تنکي مرګ خواشينۍ داستان
اوبو کې ډوب شو بیا ژوندی رانغی+++دولس کلن < غورځنګ> غمجنۍ داستان
خدایه! خپلواک هلته، غورځنګ دلته+++ مري بې وکیله  ناندرنی  داستان
څوک به حساب وکړي ظالمه سره؟؟+++ د لر او بر قصه خوانۍ داستان
ټولو قامونو لیډران پیدا کړل+++ بې زعیمه پښتون د پرګنۍ داستان!
۳۱/آګست ۲۰۱۶ بروکسل
 
 
له هغه ورځې چې جوړ شو پاکستان
ښه ورځ نه ده ليدلې افغانستان
چې `جناح `په ریفرانډم کې جنجال وکړ
بګیل پاتې سول بلوڅ او پښتونستان
خدای بخښلو غفارخان او صمد بابا
هڅې وکړې د آزاد پښتونستان
انګریزانو،فیرنګیانو زړونه ډک ول
توریالو ته له پخوا؛له انګلستان!
ګندمک او د ډیورڼډ کرغیړن کرښې
کشلې وې چې انګلیس و په هندوستان
افغانانو، پښتنو نه دي منلې
نه ېې مني پښتونخوا ،وزیرستان
پنجابیانو تل پر خلکو ظلم کړی
پر پښتون،سندهي،کشمیر بلوچستان
ولسونه آزادۍ غواړي پخپله
آبادئ هم ؛نه په تش چټلستان
اوبه ټولې پښتونخوا نه،ګاز د بلوچ
شولې،وریجې او جامې د سندستان
د کشمیر وادي شینکي باغونه،غرونه
تورلینګیو بګیل کړي د سلطان!
 
د افغان چارواکو ځینو بیعقلیو!!
افغانان مهاجر کړي و فارسسستان
 
څوک جهاد او څوک په نوم د طالب جان!
وژني وروڼه مسلمان پر قبرستان!
 
زړه ور حمیده! صبر! وخت به راځي
افغانان که شي یو موټی د انسانستان

-
بېرته شاته