(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[21.Sep.2016 - 18:35]

ګوره ډوبېدونکی لمر به تور ماښام ته څه وايي؟

دا له زرو جوړ باچا زنګي غلام ته څه وايي؟

زموږ شهید په جګو سترګو سرې پانسۍ ته وخندل
ګوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وايي؟

تږی و، عاشق و، بې پروا یې په سر واړول
وپوښتئ سقراط چې دې د زهرو جام ته وايي؟

زموږ کابل په سپینه ورځ یو سور حمام د وینو شو
اوس سپینې کوترې دې خوني حمام ته څه وايي؟

نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه
اوس به دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وايي؟

بیا یې د حرم مارغه ته ږیره لومه لومه کړه
ګوره د مکې صیادان دغه دام ته څه وايي‌؟

وينو د نجيب د شپې په تورو څڼو وشيندل
عطر د منصور خدايه لا دې مقام ته څه وايي؟

تور پنجاب يې راووست د کابل پر تخت یې کښېناوه
اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي؟

-
بېرته شاته