(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[22.Sep.2016 - 06:43]

داتیاره ده که رڼاده               
توره وریځ ده که برېښناده
داپه توند بادکې ډېوه ده          
که دروغ ده که رېښتیا ده
داسلګۍ درنځورزړه دي         
که ختل دې زخمي ساده 
داخندا ده په ږړاکې               
که بدله نن دنیا ده
دا سپین مخ لکه زېړګل دی      
که نن بل رنګه ښکلاده
دي وعدې دښایسته مخو         
که په دروغوکې سودا ده
زماپه څنګه پرې باورشي       
بې باوره چې اشناده
خیانتونه دي غدرونه             
پړه په غاړه دې هرچاده
بدبختي وبدنامي ده               
یا له ماده یا له تاده
بیلوالۍ ته موتل مخ دی          
یوالۍ ته مو تل شاده
عجیبه ږوند دِانسان دی          
دِارامۍ ځای یې غوغاده
دخپل ځان په ګټه کارکې         
نه لالا ونه کاکاده
وایي ګونګ شه حق مه وایه     
اږادي ورانه کلاده
دابیاڅنګه سړيتوب دی          
وایې غدرته وپاده
لیونی پوسې علي خان یم       
رانه ورکه مې لیلاده

-
بېرته شاته