(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیلابیل طنزونه

[22.Sep.2016 - 06:50]

طنز
محمود نظری
 
 استعفاه نه کوم !
 دیو واکمن د استعفاه خبره سوه چې نر دی
ویاند یې ویل هغه سړی چې دا وایي خر دی
څوک چې په ملي وحشت دولت کې کار کوي
په بیغرتي کې دهغه ټیټ هر چا ته سر دی
پښتون واکمن اتومات ګونګ ړوند او کوڼ سي
یوازې دخپل مقام ساتلو  خباثت ته چوغر دی
له ډارن واکمنه لاس پریوله په درد نه خوري
هغه نور د ملي وحشت دهرملي خاین نوکر دی
 
***
 دیو واکمن د استعفاه خبره سوه چې نر دی
هغه ویل هغه سړی چې دا وایی لا بیخبر دی
ما یې په سیاست څه خپله شپه او ورځ تیروم
ان اعلامیه د غلو د هدیر و په هکله لا خطر دی
پاچا  ،قضا ، څارنوال او پارلمان چي غلي دي
هغوی پوهیږي چې په دې کې څه ویل لا ضرر دی
د نظار ډیموکراسي ده هر څه چې کوي کوي دي
چې زه وینم همدا نظار یو ازې اوس زموږ نر دی
که بل نر وای ګران وطن تر دې ځایه نه رسیده
ولي استعفاه نس می موړ جیب می ډک د ډالر دی
هر څوک چي په اوس مهال کې دغلته واکمن دی
ورځ یې  تل نوروز توره شپه یی  لیلت القدردی
هر څوک چي دلته  ډیرغله او جنایتکاران لري
هغه نن د دي اشغال وطن غټ لوی مقتدر دی
هغه څوک لوړ ځي که څه رییس دی او که وزیر
چې په ټولوکې ډیر ښه اساسي (...       )مادر دی
چې واکمن مو تر ځاني ګټې وطني ګټې ته تیر نسي
تر هغه دغل غدو قوم په ټول وطن کې  افسر دی
چې هر واکمن مو لکه بیزو د مداري ډمبک ته نڅیږي
خو د نومحترم راته ابولهب د دمشریکانو غمبر دی
چې هر بد کار ته  څوک بدونه وایي دځان له ویرې
په دې چوپتیا اخیرخود دسقاو زوی زموږبرېتور دی
( نظری )ګیله  مه کوه ددې بیغریته واکمنو اووزیرانو
هر یو یې دلته د نظار چاکر د پښتون پلندر دی
داسې د خولې لخوا ټنبه د کلتور مشران څه کړم
چې  هر ه  ورځ په کار کې یې د نظار تللی لنګر دی
***
دیو واکمن د استعفاه خبره سو چې نر دی
پښتون وایی که نر وای چا دلته مقرروی وزیر
که یو نر وای ولي وطن تر دې ځایه رسیده
ولي به پښتون کام کوه دومره خپګان او  ویر  
باچا او وزیر مو په څه خلچلکو  واک ته رسیږي
ولي به مو ولس وای دملي غلو په لاسو کې ګیر
(نظری)د ځینو واکمنو ناموس وغواړه خو مقام نه
کنه ولې به دا وطن کیده ددوی دلاسه کشمیر
دومره پېښې وسوې یو واکمن استعفاه ونه کړه
ټوله په خپله  ځانې ګټو کې  سره دي ګیر راګیر
داوس مقامونه ډیر خوندونه لري خوندونه
د ناکاره  مړسترګي لقب ښه دی تر استعفاه  د تیر
 
***
چوغر( یو سترګی)
     ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

طنز
محمود نظری
 
ایزک او زنچه مشران
 
 
 
دوطن دښمن په لاس کې ده تمانچه
خاین ناست دی ارګ کې پر غالیچه
هر یو لاپي ولي دخپل  عزت او غیرت
هغه واکمن دی چې دي سوچه پراچه
 اصلي غیرت والوت له سترګو نیان سو
مشران مو سوي دي ایزک او زنچه
دکور خاوندن چوپ دی  دغلو دلاسه
هر کوڅه کې دغلو دی شور او کړکچه
 خلک له لوږې مړي  مشران خاندي
وطنفروشان سهار وهي ایرانی کله پاچه
قانون یوازې دلته  په بې وزلوچلیږي
قانون  مشرانو ته سوی پلاستکي بازیچه
پخوا به  واکمن په خلکو کې  دیګ و
اوس د پردو دحلوا سوی دی چمچه
 پخوا به رشوت و یو دوه درې  لوټه
اوس غواړې دا پاخه پوره شنه بنچه
پخوا د خدای لږه ویره وه   په غلو کې
اوس مسلمانان سوي دي خالص سوچه
پخوا به چې یو غل ګوری موری ونیول سو
په ژړا یې ویل خوشي مه کړه لرم زن بچه
اوس نه نیول کیږي سوي دی ښوی کبان
 غله  ان دولت  ویروي له اوخه لکه بچه
 اوس پیسې  استوي  دسویس بانکو ته
پخوایې پټ ځای وو دسدرۍ انبانچه
اوس دغلو دوران راغلی دی  په وطن کې
دهغو ختلی د ه دلته د نیکمرغی  پچه
***
وایي هله راځئ په افغانستان کې چوردی
راځئ که غواړئ وکړئ ښه مزه او چرچه
یو ه د صابون ایماله اخیر هر یوه ته ګوري
چې خلاصه سي د وطن د زامنو خوړل تربوچه
 بیا به دنس عملیات روان سي ټوله دنیا کې
دهر یو له کولمو به باسي خوړلې یوه یوه کولچه
دا چالاکي به تر کومه چلیږي دې وطن کې
اخیر ورته ګوري د ښو وطنوالوپڅه  برچه
په مړینې يي هم څوک ارام  کله پریږدي
ورته ګوري غونډیو ته د قانون بیلچه
بانکونه او پټ ځایونه به ټول رسوا سي
پاته به نسي  یو بانک  اویوه پورته تاخچه
داوطن یوازې د یو کام نه دی عزیزانو
دا وطن دی دټولووړونو کامونه باغچه
ډیر و په تاریخ کې کړي داسې نه بخښلې ناروا
د یو نه پاته کیږي له تاریخه یوه وچه پچه
د روس او  انګریز  ګوداګیان څه سول؟!
هغوی چې دهغو وړله دماینې بخچه
که یو وار دغچ سکروټه نغري کې تازه سوه
بیا په ټول وطن کې ونه ویني یو سړی کچه
دا یرغلګر دي د افغان وطن د سرشپږې
دا واکمن يې د سر دي هر یو یوه  ریچه
اوس رچې نه پلټل کیږي دښځوپه ګوټو
یوه سپرې ټول سر کړی په یو ان اچه  
دا خراسانیان به داسې په هواسي لکه دوړه
چې اصلي دخلکو مشر ورته ووایي ګچه
دولت باید ونه ویریږي دهر غله اوملیشه
ټول ورکیږي که یو ته یې راوباسې له پایڅه
که  دمشر  هر کوڅه ډب ته میو میو وي
غله به خود د ملک بادران وي وچ په مچه
وچ به مچه ( هیڅ بی هیڅه)، اچه ( سوتره)،ګچه (د بزو د شړولو ږغ)، انباچه ( بغل جیب) ،پراچه ( بی مخی)
محمود نظري


طنز
محمود نظری
دلوچکي زور

هر زمری دوې لرې فرمان برداره ارتینې
لکه دامریکا جان کیري چي لري دلته دوې
له لیري هغو دوو ته کوي د ګوتو اشارې
ټوله ورځ ارګ کې د بنو وي نارې سورې
***
خدایه دا وطن خلاص کړی ددې  دوو بنو
دکیري  یوه ګرانه او بله ارزانه ددوو میرمنو
یوه یې بیخي پروا نه لري ددې وطن د زامنو
وطن یې تباه کړ په خپلو پوچو نارو اومکرونو
***
ګرانې یې ټاکنې بایلې د بل په اوږه راغله  دا دی وجدان  
ځان يې واکمن دافغان کړ خو ځان نه  بولې ان افغان
دګراني ټوله ورځ په مقرري جنګ دی د غلو دوستانو 
یو بل يي نیولی له دمرغټانوښه ټینګ دې شنو زمریانو
دواړوله وزیره تر   پیاده ټول دفترونه ففتي ففتي کړه
ګرانې  له وزیر تر پياده خپل سل په سلو کې نظاري کړه
***
اوس په فسادکوونکو پیل سوې د کج کشتي ده
دګرانې او فسادیانو تر منځ له اړه ښه دوستي ده
په دې خبره پيل سوې سمه فلمي توره جنګي ده
هر ورځ د ګرانې مرض خرابي او بهانه جویي ده
یوورځ لوچکي دوې ورځي لوچکي تر کومه لوچکي
غور او پور به تر کومه ولس اوري ددې ډول د پوکي
***
ږغ کله خوند کوي هره ورځ سهار د چینچاري
په رښتیا ډاکتر دی خبرې اترې یې دي سم بازاري
ډیر ناز او نخرې کول کا ردی د ښځونک او جنو ټاري
ډیرخوند کوي سړی ډیرکوچنی سر او غټ سري
***
ګرانه غواړي چې تل واک ته په هرډول چل راسي
د هر منتخب دولت سره دا سنجاق او  مل راسي
ګرانې ته یوازې  دځان سینګار او دریشي معتبره ده
پردو انډیوالانو ته يې  یوازې دهغو چل وټه بهتره ده 
یوازې په ففتي ففتي نوره دهغو ګذاره کړکیژنه ده
لږ دلته لږ هلته ونډه په هره ملي معامله کې بهتره ده
***
ګرانه وایي غله زما دي د فسادضد مشر باید و ي زما
زه  کیري ته دیره ګرانه یمه میم زور ما ټوله  باید وي زما
باید زموږ د پنځلسو کلنو لاس ته راوړنې وساتل سي
زموږبهر او دننه سرمایه اوتجارتي شرکتونه وساتل سي
په دې  خبرو د ګرانې او ارزانې   ورېښتان شکول دي
د دسقاو دزوی د ژوندی کولو لپاره پرتوګان کشول دي
بیله افغانه او  اسلامه د تذکرې برقي ویښل دي
د ټاکنو په کمیسون کې ونډه ففتی ففتی غوښتل دي
***
داستقلال په مراسمو کې د  هوا له حالاتو  ښکاریږي
حبیب لله کلکانی ته داستقلال د شهید لقب ورکولکیږی
افغانانو بیا ونه کړی په دې ښو فیصلو غاو
اخیر مو د استقلال  ستر حامي دی بچه ءسقاو 
اخیر به  د ټولو په جیبوکې وي بې افغانه تذکره
هم به ددې وطن نوم خراسان سي هم بدله پیسه
 
***
چینچاری( چورچورک)

 

طنز
محمود نظری
 
عالمه دا څرنګه ټګي ده
 
مخامخ یو بل په غیږ کې نیولي دوستي ده
په دواړو خوا مچول او سمه دکج کشتي ده
دکشرانو او مشرانو تر منځ لاس او مخ مچي ده
کورنۍ اړیکه هم دلته  سوې سیاسي  ده
عالمه په موږ کې  دا څرنګه  روانه ټګي ده
***
 پشلا یوبل ته له یو کیلومتر لیري غاښ چیچي ده
چې سره نژدې سي دیوبل ته روغ جوړ اوسي ده
چې سره جلا سول  دیو بل پسې پخه بدګویي ده
د دوستي په نوم روانه خورا سمه دلګي ده
عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه لی په لی ټګي ده
***
دخلکو مال به دوو لاسو په خوله منډي ده
په کال کې یوه عمره او حجونه   دګناه  منځي ده
دادماینې د زرو تجارت د میړه خود نمایي ده 
د دین په نوم روانه  هر چیري سوچه تګماري ده
عالمه په موږ کې دا څرنګه  روانه بدخونده ټګي ده
***
ورور ورور ته په لاره کې څاه کیندي ده
چاره روانه په خپله ګټه او ځانمني ده
په خبرو کې وایي زموږ ټینګه ورور ولي ده
په وروري کې روانه ټینګه دښمني ده
عالمه په موږ کې دا څرنګه روانه ناوړه ټګي ده
***
چې د مرستې آوازه سي د فساد کمیسیون جوړ سي
د خاینو  یوشمیر نومونه په رسنیو کې خپور سي
چې دناتو دخوا  د مرستې قبول هغه دستور سي
بیا لکه مخکې په دولت کې هغه  دلګي او دلالي ده
عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه بدچلاوه ټګي ده
 
***
پاچا مودنیا پوه دی  خوپوه نه دی په خپل وطن
خبرې یې له خولې تل  وځي  لوڅي لغړي او بې کفن
سل مشاوره لیري خبرنه دی د دیمزنګ د څښتن
ناحقه دبل چا په ګټه هر څه   ورته  روا او آزادي ده
عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه سپینه ټګي ده
***
د خرو ډارنو د لاسه د ا وطن د مړو  هیواد سو
نومونه د غلو  پرایښول کیږي څه تعمیر زوړ یا نواباد سو
ددې سوچه بې سوادو لخوا دا وطن سم برباد سو
 دیو کام مړي ته بد کتل د بل کام  ته  درناوي ده
عالمه  په موږ خوارانو کې دا څرنګه روانه توره ټګي ده
***
د غلو وطن دی خپل غلو ته  ویاړ اوافتخار غواړي
د ملاعمر فاتحه بده سوه سقاو زوی ته منار غواړي
پښتانه ته د سپنسی هزاره ته د برق واکمن تار غواړي
دیو کام شهید ته ملي ماتم نیسي بل ته خوشحالي ده
عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه شنه دلګي ده
***
ملت مو مړ دی که ګونګی دی هیڅ آواز نه لري
خوار کام مو هیڅ یو پلت باز او چمباز نه لري
خیردی که  موکام دلته غلباز او غټباز نه لري
خیر که دامریکا لخوا به هغو  روانه بمباري ده
عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه خړه ټګي ده
***
ژر به دا کام بیا د رباب یو شاباز پیدا کړي
ولس  به یې  بیاډبدبه او سازباز پیدا کړي
دامریکا دکام دښمني به هغه  راز پیدا کړي
د شاعرانو مو په  مرستیالي سلا کاري ښکر جنګي ده
  عالمه  په موږ کې دا څرنګه روانه ژیړه ټګي ده
 
***

-
بېرته شاته