(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[01.Oct.2016 - 09:39]

په غم د عشق وم که په غم به د دوران ومه زه
یو ځای به لاس ومه زه بل ځای به ګریوان ومه زه 

ګیله به کړې نه وه تا چې به لوګی لوګی وم 
ټپه به کړې نه وه تا چې به قربان ومه زه

زه چې د زړه شوم په یوه لاړم د عشق په توکل
زه چې د عقل وم په دوو کې حیران ومه زه 

په کوم تصویر کې به وچ ګل وم د سرک د غاړې
په کوم تصویر کې به میده میده باران ومه زه 

دا مدهوشي که محبت دی دا اوس ته ووایه
چرته راپرېوتمه زه چرته روان ومه زه

د خپل وطن د ازادۍ جنګ ته به ودرېدمه
نور خبر نه وم چې کافر که مسلمان ومه زه

جلاله تاب مې د بیلتون د طوفانونو نه وه
د خاورو کور ومه په لږ څه کې به وران ومه زه

-
بېرته شاته